احتمال شته چې اوکرایین د جبري سولې منلو ته اړ شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134808-احتمال_شته_چې_اوکرایین_د_جبري_سولې_منلو_ته_اړ_شي
وال سټریټ ژورنال: د دې احتمال شته چې اوکرایین د جبري سولې منلو ته اړ شي
(last modified 2023-06-22T23:30:07+00:00 )
Jun 23, 2023 03:55 Asia/Kabul
  • احتمال شته چې اوکرایین د جبري سولې منلو ته اړ شي

وال سټریټ ژورنال: د دې احتمال شته چې اوکرایین د جبري سولې منلو ته اړ شي

د امریکا یوه لوړ پوړي کارپوه ویلیام گالستون، د وال سټریټ ژورنال لپاره په یوه یادښت کې لیکلي: "اوکرایین ممکن د خپل ځوابي برید په ترسره کولو سره د جبري سولې منلو ته اړ شي."

د ایرنا د جمعې د سهار د راپور له مخې، وال سټریټ ژورنال د ګالسټون له قوله لیکلي، د ناټو غړیو هیوادونه له لورې به د اوکرایین ملاتړ تر هغه وخته پورې دوام وکړی، ترڅو د اوکرایین پوځ د امکان تر حده د خپلې نیواک شوی سیمې بیرته نه وی نیولی.

د ناټو دغه دریځ د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له اهدافو سره چې غواړي ۱۹۹۱ کال سرحدونو ته ور وګرځي، سمون نه خوري.

د بروکینګز انسټیټیوټ لوړپوړی کارپوه استدلال کوي، چې د دې کال تر پایه به د سولې خبرو اترو په لور د لومړي ګام په توګه د اوربند ملاتړ به دومره پیاوړی وي چې دا به د اوکراین د نړیوالې پیژندل شوې خاورې د یوې لویې برخې له لاسه ورکولو لامل شي.

د ګالسټون په وینا، همدا لامل دی چې ناټو د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه تړونونه چمتو کوي.

د امریکا دغه کارپوه د دې چارې لامل په امریکا کې د انتخاباتو دوره، د اوکراین لپاره د جمهوري غوښتونکو د ملاتړ کموالی او سپینې ماڼۍ ته د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ احتمالي راستنېدل ګڼي.

ګالسټون د دې لایحې په پای کې ټینګار وکړ: که زیلینسکي نه غواړي چې د خپل هیواد راتلونکې د امریکايي رای ورکوونکو په خوښه پریږدي، باید په جدي توګه د خپلو متحدینو په ملاتړ له روسیې سره د غوره معاملې په اړه فکر وکړي، پداسې حال کې چې دا ملاتړ لاهم پیاوړی دی.