په ماسکو ښار کې بشپړ آرامښت و ثبات ټينګ دی
هغه خبرونه چې په ماسکو کې دپوځي حکومت د ټينګیدا او د ټانکونو ددیره کیدا په باب خپره شوي ، په بشپړ ډول دروغ دي او د حالاتو د خرابولو یوه چټي هڅه ده .
ایران پریس خبری آژانس له ماسکو راپور ورکړی، در وسیې په پلازمینې ماسکو کې د کورنیو چارو وزارت او خارجه وزارت د شاوخوا عکسونه او ویډیوګانې ښئ چې په دغه ښار کې آرامښت ټینګ دی او خلک په آرام اوثبات کې تګ راتګ کوي او د ناکراریو کومه نښه هم نه ښکاري .
په راپور کې وئیل شوي دي، د ماسکو واټونه نن سهار راهسې د نورو ورځو په شان کرار دي او د روسیې په پلازمینې ماسکو کې تر دې دمه هیح مشکل او ناکراري نه دی راپور شوې .
د ایران پریس خبریال پخپل راپور کې وئیلي دي ، هغه خبرونه چې په ماسکو کې دپوځي حکومت د ټينګیدا او د ټانکونو ددیره کیدا په باب خپره شوي ، په بشپړ ډول دروغ دي او د حالاتو د خرابولو یوه چټي هڅه ده .
د واګنر وسلوالې ډلې د قوماندان یوګني پریګوژین په جنجالي څرګندونو پیسې ،ځینو رسندویو په ماسکو کې د امنتی تدبیرونو د اعمالولو خبر ورکړی ؤ. پریګوژین پرون له کومو شواهدو وړاندې کولو پرته مدعی شوی چې دروسیې پوځ دو اګنر ځواک کابو دوه زره پرسنل وژلي دي . وئيل کیږی د روسیې چارواکو پریګوژین د وسلوال بلوا په منظمونې تورن کړی او دهغه په ضد ئې دوسیه جوړه کړې ده .