د نیویارک د ۴۵ زره زده کړیالانو د معلوماتو هک کېدل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134952-د_نیویارک_د_۴۵_زره_زده_کړیالانو_د_معلوماتو_هک_کېدل
د نیویارک ښار تعلیمي ادارې د خپلو شخصي معلوماتو د ک کېدو څخه خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-06-26T04:37:03+00:00 )
Jun 26, 2023 09:05 Asia/Kabul
  • د نیویارک د ۴۵ زره زده کړیالانو د معلوماتو هک کېدل

د نیویارک ښار تعلیمي ادارې د خپلو شخصي معلوماتو د ک کېدو څخه خبر ورکړی دی.

د نیویارک ښار تعلیمي ادارې د خپلو شخصي معلوماتو د ک کېدو څخه خبر ورکړی دی.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې د نیویارک د پوهنې ادارې د زده کوونکو والدینو ته په یوه بریښنالیک کې خبر ورکړی چې  د څه  باندې  ۴۵ زره زده کوونکو شخصي معلومات چې په ځینو مواردو کې د هغوی د ټولنیز امنیت شمیر او د زیږون نیټه هم په کې شامل دي افشا شوي دي.

د دغه ښار د پوهنې ریاست اعلان وکړ چې د کارکوونکو شخصي معلومات هم هک شوي، خو دا یې ونه ویل چې څومره ښوونکي او کارکوونکي له دې پېښې اغېزمن شوي دي.

د دغه سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: زموږ اساسي لومړیتوب د افشا شویو محرمو معلوماتو معلومول او د هر یوه قرباني په اړه د هغې مشخصې اغیزې دي.

د نیویارک ښار د پوهنې ریاست یو له څو سازمانونو څخه دی چې د iMOVEit سافټویر بګ لخوا ځپل شوی.