د نیویارک د ۴۵ زره زده کړیالانو د معلوماتو هک کېدل
د نیویارک ښار تعلیمي ادارې د خپلو شخصي معلوماتو د ک کېدو څخه خبر ورکړی دی.
د نیویارک ښار تعلیمي ادارې د خپلو شخصي معلوماتو د ک کېدو څخه خبر ورکړی دی.
د مهر خبري اژانس د راپور له مخې د نیویارک د پوهنې ادارې د زده کوونکو والدینو ته په یوه بریښنالیک کې خبر ورکړی چې د څه باندې ۴۵ زره زده کوونکو شخصي معلومات چې په ځینو مواردو کې د هغوی د ټولنیز امنیت شمیر او د زیږون نیټه هم په کې شامل دي افشا شوي دي.
د دغه ښار د پوهنې ریاست اعلان وکړ چې د کارکوونکو شخصي معلومات هم هک شوي، خو دا یې ونه ویل چې څومره ښوونکي او کارکوونکي له دې پېښې اغېزمن شوي دي.
د دغه سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: زموږ اساسي لومړیتوب د افشا شویو محرمو معلوماتو معلومول او د هر یوه قرباني په اړه د هغې مشخصې اغیزې دي.
د نیویارک ښار د پوهنې ریاست یو له څو سازمانونو څخه دی چې د iMOVEit سافټویر بګ لخوا ځپل شوی.