په رام الله کې د اسرائیلو پر پوځي کاروان برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134962-په_رام_الله_کې_د_اسرائیلو_پر_پوځي_کاروان_برید_شوی
فلسطیني ځوانانو هغه وخت د صهیونیسټي پوځیانو کاروان په نښه کړ چې د لویدیځې غاړې له مرکز رام الله ولایت د سلواد سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.
(last modified 2023-06-26T10:05:25+00:00 )
Jun 26, 2023 13:20 Asia/Kabul

فلسطیني ځوانانو هغه وخت د صهیونیسټي پوځیانو کاروان په نښه کړ چې د لویدیځې غاړې له مرکز رام الله ولایت د سلواد سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

فلسطیني ځوانانو هغه وخت د صهیونیسټي پوځیانو کاروان په نښه کړ چې د لویدیځې غاړې له مرکز رام الله ولایت د سلواد سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

د اېران خبری اژانس د رپوټ له مخې فلسطینی ځوانانو د یکشنبې په شپه د رام الله په شمال ختیځ کې د صهیونیسټی فوځیانو په کاروان د کاڼو په ګوزارونو سره حمله وکړه.

اسرائیلي پوځیانو هڅه وکړه چې له یوه موټر سره د فلسطیني ځوانانو د تیښتې هڅه وکړي، خو بریالي نه شول.

اسرائیلي پوځیانو د اردن سیند د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو باندې د شپې او ورځې حملې زیاتې کړي خو د مقاومت پراخیدل د صهیونیسټانو په وړاندې یو جدي خنډ دی .

د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د اطلاعاتو د دفتر مشر داوود شهاب له ایران پریس اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل: د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د مقاومت پراخیدل د اسرائیلو د جنایتونو په وړاندې د فلسطین د خلکو طبیعی غبرګون دی.