جاپان افغانانو ته د بورسونو ورکول پيل کړي
Jul 04, 2023 09:02 Asia/Kabul
په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی، چې افغان زده کړیالانو ته به د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې بورسونه ورکړي.
د هېواد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چاپان سفارت چارواکو ويلي، چې د زده کړیالانو د ټاکلو پروسه به د آغا خان بنسټ په همکارۍ ترسره شي.
له ۳۵ کلونو څخه کم عمر، د انګليسي يا جاپاني بشپړه پوهه او غوره تعليمي لاسته راوړنې د جاپان سکالرشپ له شرايطو څخه دي.
د دې بورسونو ترلاسه کوونکي به د ۲۰۲۴ميلادي کال په اپريل کې جاپان ته سفر وکړي.
څه موده وړاندې جاپان د دې هېواد په مالي مرسته په باميانو ولایت کې د يوه ښوونځي، ټولنيز مرکز او د اوبو برښنا د يوې کوچنۍ فابريکې د جوړولو اعلان کړی وو.
ټیګونه