Jul 09, 2023 05:39 Asia/Kabul
  • د اووم معصوم امام د ولادت کلیزه مو مبارک شه

نن د نړۍ د مسلمانانو د اووم معصوم امام حضرت موسی کاظم علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.

امام موسی کاظم (ع) د ۱۲۸ هجري قمري کال د ذي الحجې په شلمه نیټه د مکې او مدینې ترمینځ په "ابواء" Al-Abwa نومي کلي کښې دنیا ته راغی.

دوي د نړۍ د شیعیانو د شپږم امام یعنې د خپل پلار امام جعفر صادق علیه السلام له شهادت وروسته د مسلمانانو د لارښوونې او مشرۍ مسئولیت په غاړه واخیسته.

امام موسی کاظم (ع) په علم، تواضع او د صدقاتو، سخاوت او بخښنې په زیاتوالي کښې ډیر شهرت درلود او د هغو کسانو په وړاندې په ډیر صبر، مهربانۍ او بخښنې په وجه چې ورسره یې بد کړي وو، د کاظم په لقب مشهور شو.

مونږ د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د رسول الله مبارک د پاکې کورنۍ مینه والو ته د امام موسی کاظم علیه السلام د نیکرغه ولادت مبارکي وایو.

 

ټیګونه