یو چینايي شرکت افغانستان کې ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135564-یو_چینايي_شرکت_افغانستان_کې_۱۰_میلیونه_ډالره_پانګونه_کوي
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو مرستیال د چین د درملو له تولیدي شرکت له اجرایوي مشر مستر شي او مل پلاوي سره کتلي دي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jul 11, 2023 07:36 Asia/Kabul
  • یو چینايي شرکت افغانستان کې ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو مرستیال د چین د درملو له تولیدي شرکت له اجرایوي مشر مستر شي او مل پلاوي سره کتلي دي.

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلې، چې په دې کتنه کې یاد شرکت په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې چې دولت دې په دې برخه له دوی سره د امنیت او ځمکې په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې مطیع الله صاحبزاده یاد پلاوي ته د خوړو او درملو ملي ادارې له اړخه د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

صاحبزاده د یاد شرکت له اجرایوي مشر څخه غوښتي، چې خپله پانګونه زیاته کړي او هغه درمل په افغانستان کې تولید کړي چې د افغانستان د درملو داخلي فابریکې د تولید ظرفیت نه لري.