باران د یوې ښځې د جایزې د ګټلو سبب شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135816-باران_د_یوې_ښځې_د_جایزې_د_ګټلو_سبب_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په میسوري ایالت کښې د سخت طوفان او باران له کبله یوې ښځې چې ګاډی یې چلوه له تندر څخه د بچ کیدا لپاره په یوه ستر پلورنځي کښې پناه واخیسته او هلته یې د جایزې یعني د لاټرۍ د وتلو یو ټکټ واخیست.
(last modified 2023-07-17T04:46:21+00:00 )
Jul 17, 2023 09:14 Asia/Kabul
  • باران د یوې ښځې د جایزې د ګټلو سبب شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا په میسوري ایالت کښې د سخت طوفان او باران له کبله یوې ښځې چې ګاډی یې چلوه له تندر څخه د بچ کیدا لپاره په یوه ستر پلورنځي کښې پناه واخیسته او هلته یې د جایزې یعني د لاټرۍ د وتلو یو ټکټ واخیست.

دغه میرمنې ته په سبا ورځ د دغه ټکټ د اخیستلو په  وجه پنځوس زره امریکايي ډالره انعام ووت.

د امریکا دغه میرمنې خبریالانو ته وویل ما ګاډی چلوه چې نږدې د سخت باران له کبله تندر وغورځیدا او زه لږ شان هلته ودریدم.

د امریکا دغه میرمنې وویل ما خپل خاوند ته وویل چې زه په دغه سخت طوفان او باران کښې نه غواړم چې ګاډی وچلوم.

د باران تر ختمیدا پورې دغه میرمنې په یوه نږدې پلورنځي کښې پناه واخیستله او هلته یې د لاټرۍ یو ټکټ واخیست او په سبا سهار دغه میرمنې ته پته ولګیده چې دې ته پنځوس زره ډالره جایزه وتلي ده.

د امریکا دغه میرمنې وویل زه غواړم دغه پنځوس زره ډالره په خپلو لمسو او لمسیانو باندې خرچ کړم.