په امریکا کې له دوو زو زیات پروازونه لغوه شوي دي
Jul 17, 2023 09:39 Asia/Kabul
د امریکا په ټول هیواد کې د پرلپسې تندر او طوفانونو د امله له دوو زرو زیاتې الوتنې لغوې شوي دي.
د امریکا د هوایي چلند فډرل ادارې اعلان وکړ چي د دې هیواد په ټولو سیمو کې او په ځانګړي توګه په شمال ختیځ کې د طوفان او د تندر د پرېوتلو د امله ۲ زره ۶۰۰ پروازونه لغوه شوي دي او د ۷ زرو ۹۰۰ پروازونو د ځنډېدو لامل شوی دی.
همدارنګه د سختو بارانونو د امله د امریکا په ویرجینیا، پنسیلوانیا او نیوجرسي کې سخت سیلابونه راغلي دي.
ویل کیږي چي د امریکا په شمال ختیځو سیمو کې ۵۶ میلیون کسان د احتمالي سیلابونو له ګواښ سره مخ دي.
ټیګونه