د محرم الحرام د رارسیدا په مناسبت تسلیت ومنئ
د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه السلام د غورځنګ درسونه د درست خلقت ، بشریت او نړۍ په پراختیا تاریخ او جغرافیه لری او هغه هیڅکله نشی محدودیدلی .
درست اسلامي ایران د محرم الحرام په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب شو .
نن د شورو ورځ د ۲۰۲۳ میلادی کال د جولای ۱۹ چی د ۱۴۴۵ هجری قمري کال د محرم الحرام لومړۍ نیټه ده .
د نړۍ د شیعیانو دریم امام سالار شهیدان حضرت ابا عبدا... الحسین علیه السلام چی د ۶۱ هجری قمری کال د محرم په لسمه نیټه په کربلا کې سره د خپلو اهل بیتو اطهارو او یارانو شهید شو، د کربلا په کیمپ کې په خپلې بی ساری سرشیندنې سره درستو نړیوالو ته د عزت او پتیالیتوب درس ورزده کړ .
حضرت امام حسین علیه السلام د کربلا په پیښه په ډاګه ټینګار وکړ زما هدف د اسلام ضد حکومت رسوا کول ، امر به معروف او نهی از منکر او د ظلم او ستم په وړاندی دریدا ده .
د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه السلام د غورځنګ درسونه د درست خلقت ، بشریت او نړۍ په پراختیا تاریخ او جغرافیه لری او هغه هیڅکله نشی محدودیدلی .
سږکال هم د تیرو کلونو په شان درست اسلامی ایران د محرم الحرام په پیل سره د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین او هغه حضرت د وفادارو یارانو د شهادت په ویر کی په ماتم او غم کی ډوب شو او ویرجن خلک په امام بارګاو ، جوماتونو او مذهبي ځایونونو کې د ویر او ماتم دستورې ترسره کوی .
بیګا همداراز د عراق په کربلا ښار کی هم د سید الشهدا حضرت امام حسین ع په سپیڅلی حرم کی د زرګونو زایرینو په شتون سره د امام حسین ع د بیرغ د بدلولو دستورې ترسره شوې . د محرم الحرام په شپه د هر کال په شان د امام حسین علیه السلام د سپیڅلی حرم سور بیرغ ، د غم دپیلیدا په نښه په تور بیرغ بدلیږی .
د ایران راډیو او ټیلی ویژن اداره یوځل بیا د محرم الحرام د رارسیدا په مناسبت د نړي درست مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو میناوالو ته یوځل بیا تسلیت وړاندی کوی .