اروپا د طالبانو د څو چارواکو پرضد بندیزونه لګولي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136004-اروپا_د_طالبانو_د_څو_چارواکو_پرضد_بندیزونه_لګولي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اروپا شورا د طالبانو د څو لوړرتبه چارواکو پرضد نوی بندیزونه ولګول.
(last modified 2023-07-21T07:39:43+00:00 )
Jul 21, 2023 08:40 Asia/Kabul
  • اروپا د طالبانو د څو چارواکو پرضد بندیزونه لګولي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اروپا شورا د طالبانو د څو لوړرتبه چارواکو پرضد نوی بندیزونه ولګول.

طالبانو په ۲۰۲۱ میلادي کال کښې واک ته له رسیدا وروسته د افغانستان د ښځو او د انجلیو د کار او د زده کړې لپاره یوشمیر محدودیتونه او بندیزونه ولګول.

له خارجي او کورنیو اعتراضونو سره سره د طالبانو ډله له خپلو دریځونو څخه شاتګ ته چمتو نه ده.

نړیواله ټولنه د طالبانو په موقته حکومت باندې د دباونو لګولو ته دوام ورکوي خو د دغه ډلې لپاره په نظر کښې نیول شوي سزاګانې او فیصلې د افغانستان خلکو ته تاوان رسوي او د ښځو د حقوقو په هکله د نړیوالې ټولنې او د طالبانو ترمینځ شخړې روانې دي.

د اروپا شورا پرون له سړیو سره له برابرو حقونو او زده کړې او تعلیم څخه د انجلیو په محرومولو کښې د رول په دلیل د طالبانو د موقته حکومت د معارفو د وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا، د عدلیې  د وزیر عبدالحکیم شرعي، د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني پرضد بایکاټونه ولګول.

طالبانو تراوسه د اروپايي اتحادیې دغه اقدام ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو په فیصلې سره د افغانستان انجلۍ له شپږم ټولګې څخه بره د زده کړې کولو حق نلري.

د طالبانو موقته حکومت اسلامي شرعي اصول د دغه محدودیت د لګولو دلیل ګڼي.

دا په داسې حال کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت او د مصر الازهر پوهنتون د زده کړې او د پوهې د ترلاسه کولو د ضرورت په هکله د اسلام د مبین دین د ټینګارونو په یادونې سره د طالبانو لخوا مطرح شوي دلایل له اسلامي اصولو سره توپیر بللی دی.