په سویډن کې د قرآنکریم د سوځولو په اړه روان غبرګونونه
په سویډن کې د قرآنکریم د سوځولو په غبرګون کې په عراق کې د سویډن سفارت وتړل شو او د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سویډن سفیر احضار کړ.
د کلید ګروپ د خبر له مخې، د عراق حکومت د سویډن سفیر ته امر کړی چې ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي.
د عراق حکومت ویلي چې په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په غبرګون کې به له دغه هېواد سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سویډن سفیر احضار کړی او ویلي چې د نړۍ د مسلمانانو د احساساتو د پارولو د پایلو مسئولیت د سویډن پر غاړه دی.
په تازه پېښه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د قرآنکریم سوځول غندلي او له سویډن څخه یې غوښتي چې د دغه ډول پاروونکو کړنو مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم په سویډن کې د قرآنکریم د سوځولو په اعتراض کې په افغانستان کې د سویډن ټول فعالیتونه ودرول.