د تهران او ځینو نړیوالو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136142-د_تهران_او_ځینو_نړیوالو_نننیو_مطبوعاتو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
دتهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو.  په پيل کې د رته د تهران   او ورپسې هم  ځينی نوره نړیوالې ورځپاڼې  درسره شریکې کوو،نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2023-07-25T03:32:03+00:00 )
Jul 24, 2023 08:56 Asia/Kabul
  •  د تهران او ځینو نړیوالو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه

دتهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو.  په پيل کې د رته د تهران   او ورپسې هم  ځينی نوره نړیوالې ورځپاڼې  درسره شریکې کوو،نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

  دا هم د تهران چاپ  کیهان ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د سپينې ماڼۍ د مشرانو لپاره د بریکس ډلې راتلونکي ناسته په خپسکې بدله شوې ده ،ګلوبل ټایمز لیکلي دي،د ډالرو له سلطې سره د مقابلې موخه،ددې په ځاي د نورو کرنسیو د مبادلې په رودو سره د نړیوال تجارت په مبادلاتو کې د امریکائي ډالرو له سلطې سره مبارزه د امریکا د باؤؤ کمول دي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې بې مخینې  اعتراضونو بیا سر راپورته کړی او د اسرائيلو پارلیمان کنسټ  کابو پنځه لکه کسانو کلابند کړی دی.

په سویډ او ډنمارک کې  دالهی کتاب قرآن کریم په سپکاویو پسې  چې د نړیوالو پراخو محکومیّتونو څپه ئې راولاړه کړې ده،د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې پر ملګرو ملتو غږ کړی  چې  ددینونو  ددغه شان سپکاویو د تکراریدا دمخنیوي لپاره دې نړیوال  منشور تصویب کړي.

 دایران په جنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې په خاش تفتان سترې لارې کې ترهه ګرو د پولیسو په ګزمې په برید کې څلور پولیس شهیدان کړي دي.

د افغانستان د اهل تشیّع  ددینی عالمانو شورا له  یوې بیړنۍ ناستې وروسته د افغانستان د طالبانو له حکومته وغوښتل څو د محرم الحرام د دستورو درست محدودیّتونه دې سملاسي لغوه کړي او دا یعنی  دطالبانو له  ځينو ادعاګانو سره سره ،ځيني محدودیّتونه هماغه راز باقي پاتې دي .

نیشنل انټرسیټ خپرونې  لیکلي دي،د امریکا  او صهیونیسټي رژيم  د واکوالانو ترمینځ اختلافات رابرسیره شوي دي چې د صهیونیسټي لابیو د اندیښنو لامل ګرځيدلي دي.

 او د انګلستان د ریلي چارو  کارکونکو هم کاربندیز  ته مخه کړې ده .

   دا هم رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل  انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت  دایټمی انرژۍ دادارې مشر محمد اسلامی په یولړ څرګندونو کې  ددې خبرې په کولو سره چې په هیواد کې د یورانیمو د زیرمه کول له تیر وخت سره د پرتلې وړ نه دي ووئيل،همدااوس  په هیواد کې اوه کانونه  فعال دي چې پلانونه شوې ده څو سږکال تر وروستیو پورې  د شپږو نورو کانونو هم مخ کتنه  وشي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د متحده عربی اماراتو له خارجه وزیر شیخ عبدا... بن زاید ال نهیان سره په ټيلیفوني تماس کې ووئيل،  دسیمې هیوادونه  دبهرنیو له لاسوهنو پرته هم په ښه انداز سره د  سیمې امنیت تامینولی شي.

د تیلو د تولیدونکو  نړیوالې ا تحادئې اوپک  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،ایران هماغه راز په نړۍ کې د د تیلو سترو زیرمه لرونکی دریم هیواد دی .

 د روسیې کریمه سیمې مشر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د اوکراین دپوځ هغه یولس ډرونز ئې چې ددغه ټاپو وزمې د ټارګټ کولو لپاره سیمې ته لیږدول شوي وو، د روسیې په مخه نیونکي دفاعي سسټم سره نسکور شوي دي.

  ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د امریکا  پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  په یولړڅرګندونو کې ووئيل،حتی په ناټو کې د اوکراین  په غړیتوب فکر کول  هم لیونتوب دی.

نن سبا  واشنګټن ته د صهیونیسټي رژيم  د دوو لوړپوړو چارواکو د سفر موضوع،د امریکا د کانګرس د استازو او د مشرانو جرګې د سناتورانو ترمینځ په سیاسی تاؤتریخوالی بدل شوی دی،د کانګرس ځينو ډیموکراټانو  ګواښ کړی دی چې د صهیونیسټي رژيم د مشر اسحاق هرټزوک وینا به بایکاټ کړي .

د افغانستان  والی د محرم الحرام د امنیت د ټينګښت په دوام کې په کابل کې  یو شمیر تکیه خانو ته تللی او  اهل تشیّع مشرانو او  د  عزادارۍ د دستورو له ترسره کونکو مسئولانو سره ئې  لیده کاته کړي دي .

دا هم د تهران  جام جم آنلاین خپرونه ده چې پخپل سایټ کې ئې لیکلي دي،د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاوي کونکو اقداماتو څځه په ملاتړ د سویډ د حکومت بیا بیا ټينګار  او په سټاکهم کې بیا ددغه سپکاوي تکراریدا ، د سویډ او  اسلامی هیوادونو اړیکې ترینګلی کړي دي او  ان تر دې چې د عراق  حکومت له بغداده د سویډ دسفیر د وتلو امر کړی او له سټاکهمه ئې هم خپل سفیر بیرته بللی دی. داپه داسې حال کې دي چې د لبنان د حزب ا... غورځنګ  د اجرائي شورا مرستیال مشر علی دعموش په یولړ څرګندونو کې  دې ته په اشارې سره چې د اسلامی مقدساتو سپکاوي د لویدیځ   داخلاقي ځوړتیا اندازه نندارې ته وړاندې کوي، له درستو اسلامی او عربو هیوادونو ئې وغوښتل څو له دغو سپکاویو او تیریو سره  دمقابلې لپاره دې یو جدي  عملي اقدام وکړي  او یوازې په محکومیّت  دې بسّنه نه کوي.

د نړیوالو چارو یو کارپوه او د العالم ټيلیویژني چینل پخواني مدیر حسن بهشتي پور په یولړ څرګندونو کې ووئيل د ایران په اسلامی جمهوریت داخل کې د اقتصادي شرائطو ښه کیدا د لازیاتو امتیازونو د اخستو لپاره د امریکا دباؤنه کموي او پخپل ځان د بسیاینې روحیّه زیاتوي.

د ایران د اسلامی جمهوریت یوه پخواني سفیر ابوالفضل ظهره وند ووئيل، د دیني مقدساتو د سپکاوي کونکو افراطیانو څخه د سویډ بشبړ ملاتړ سره د سویډ حکومت  د  اسلامی نړۍ او لویدیځ ترمینځ  یوه خطرناکه لوبه پیل کړې ده چې حتما به د لویدیځي نړۍ په تاوان تمامه شي.

د سورئې په الحسکه ولایت کې ولسی ځواکونو ددغه هیواد  دپوځ او  مقاومتی ځواکونو په مرستې سره د امریکائي پوځیانو یو کاروان بیرته شاتګ ته اړباسه او بیرته ئې خپل   مرکز ته تلو ته مجبوره کړ.

د عراق د  کربلامعلی  ځاي مسئولان وائي ،د محرم الحرام دشپو ورځو  ددستورو او د زیارتوالو د خدماتو لپاره  ئې  څه دپاسه درې زره موکبونه  په ښار او له شاوخوا لارو کې  برابر کړي دي چې د زیارتوالو هرډول خدمتونه کوي.

 دافغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویندوی ذبیح ا...مجاهد په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،د پاکستان حکومت دې خپلې داخلي شخړې پخپل هیواد کې حل کړي او خپلې ترینګلتیاوې دې پر نورو نه تپي، مونږ دپاکستان پشمول له درستو  ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو ،خو پخپلو اصولو او ملی ګټو باندې سترګې هم نه شو پټولی.

*****************

اوس هم راګرځو ځينو هغو بهرنیو خپرونو ته چې د افغانستان د وروستیو حالاتو په باب ئې لیککنې کړي دي،او مونږ هم له  انټرنیټه راخستي او تاسو سره ئې هم شریکوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي .

            د برېتانیا ډېلي مېل ورځپاڼې پرون په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو پر ځاني او مالي زیانونو لیکنه خپره کړې ده، چې په افغانستان کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خپرونې په لیکنه، په میدان وردګ کې لا هم د لسګونو کسانو د موندنې لپاره د پلټنې عملیات روان دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره دد طالبانو دحکومت  کورنیو چارو وزارت وايي،د تېرو درو شپو په سېلابونو کې د مړو شمېر تر ۳۰ زیات شوی دی.

د دغه وزارت ویاند شفیع‌ا... رحیمي پرون یکشنبه په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل، د دغو سېلابونو له کبله ۳۱ کسان مړه، ۷۴ تنه ټپیان شوي او ۴۱ کسان لا هم تري تم دي.

ډېلي مېل په خپله لیکنه کې د طالبانو د ویاند ذبیح ا... مجاهد څرګندونې  هم  را اخیستي چې ویلي یې دي، اړوندو چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې زیانمنو کسانو ته لازمې مرستې ورسوي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، د افغانستان په  ځینوحوزو کې به  ورښتونه له یکشنبې  رانیولې تر درو ورځو پورې دوام کوي چې د سېلابونو د راوتلو سبب کېږي به؛ په ځانګړې توګه د پنجشېر، غوربند، لغمان، پکتیا، پکتیکا، لوګر، کونړ، خوست او غزني د سیندونو پر لاره.

د میدان وردګ لپاره د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ګومان کېږي په تازه سېلابونو کې به په سلګونو کورونه زیانمن یا هم نړېدلي وي او اټکل کېږي چې لادرکه کسان به تر خارو او کنډوالو لاندې ګیر پاتې وي.

تر درنو اورښتونو وروسته دغه بهېدلي سېلابونه د بامیان- کابل د لویې لارې د تړل کېدو سبب شوي هم وه.

         له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې بزنس سټنډرډ پرون په افغانستان کې د سینګارځایونو د تړل کېدو پر موضوع لیکنه خپره کړې، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په وینا، دغو سینګارځایونو د دوی سپارښتنې په پام کې نه وې نیولې، ځکه یې د تړل کېدو امر شوی دی.

د بزنس سټنډرډ په لیکنه کې د طالبانو د چارواکو له قوله راغلي چې دغه سینګارځایونو ته دا سپارښتنې څو میاشتې مخکې لېږل شوې وې، خو هغوی ورته پام نه دی کړی.

د دغو سپارښتونو له مخې،د سینګارځایونو مسوولانې باید پر وخت لمونځ وکړي، حجاب رعایت کړي، ښځې ترسینګارېدو مخکې اودس وکړي او هر سینګارځای باید د اودس لپاره ځای ولري.

البته د سینګارتونونو خاوندانو  ویلي دي ، دوی له وړاندې دغه اصول رعایت کول او دغو سپارښتنو ته اړتیا نه وه.

تردې مخکې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي وو، چې په دغه سینګارتونونو کې ډېرې پیسې مصرفیدې او ځیني غیر شرعي چارې پکې ترسره کیدې.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، د ښځو د سینګارځایونو اتحادیې ویلي، چې د طالبانو امر بالمعروف وزارت سینګارځایونو ته د دغو سپارښتنو د مکتوب تر سپارلو وروسته، د دغو سپارښتنو د عملي کېدو د څار لپاره کوم پلان نه درلود.