دډنمارک افراطیانو بیا د قرآن کریم سپکاوی کړی
د سویډ او ډنمارک په دغو جنایتونو باندې په سترګو پټولو سره یوازې په محکومیّت بسنه کړې،البته مدعي شوی چې د بیان د آ زادۍ د ساتنې د مخصوصو قوانینو د درلودلو په دلیل ددغه شان کار خنډ نشي کیدلی.
له یوې اونۍ هم په کم وخت کې په ډنمارک کې یوې افراطي ډلې بیا د الهي او آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی کړی او مسلمانان هماغه راز په محکومیّتونو او د خولې په اعتراضونو بسنه کوي.
همدغه شان غمیزه په سویډ کې هم په تیرې یوې میاشتې کې دوه ځله پيښه شوې ده .
ایرنا خبری آژانس راپور ور کړ،په ډنمارک کې د ؛ډنمارکیان وطن پالو افراطي ډلې پنځو وګړو په یو ځاي پرون په سټاکهم کې د مصر د سفارت په وړاندې د قرآن کریم دیوې نسخې سپکاوی کړی دی .چې دغې پیښې یو ځل بیا د مسلمانانو غوسه او کرکه راپارولې ده او مصرهم بلاخره د ډنمارک سفیر خپل خارجه وزارت ته احضار کړی دی.
د سویډ او ډنمارک په دغو جنایتونو باندې په سترګو پټولو سره یوازې په محکومیّت بسنه کړې، البته مدعي شوی چې د بیان د آ زادۍ د ساتنې د مخصوصو قوانینو د درلودلو په دلیل ددغه شان کار خنډ نشي کیدلی.