په نیجر کې نظامي کودتا ته د اروپایي اتحادیې غبرګون
اروپایي اتحادیې او د افریقا د تحادیې د سولې او امنیت شورا په نیجر کې د فوځي کودتا غندنه کړې ده.
په نیجر کې کودتاچیانو د ولسمشر په نیولو سره، د دې هیواد اساسي قانون او ټول قانوني ارګانونه لغوه کړي او د یوه انتقالي شورا په جوړولو سره، د حکومت چارې په لاس کې اخیستي دي.
د نیجر ولسمشر محمد بازوم چي د ۲۰۲۱ میلادي کال په ټاکنو کې بریالی شو د فرانسي متحد بلل کیږي.
اروپایي اتحادیې له نیجر سره خپلې ټولې همکارۍ ، او له دغه هیواد سره یې د سلګونو میلیونو ډالرو پلان شوي مرستې هم بندې کړي دي.
نیجر اروپا ته د افریقایي کډوالو د مهارولو په بهیر کې د اروپایي اتحادیې سره مرسته کوي او ټاکل شوې وه چي اروپایي اتحادیه ورسره ۵۰۰ میلیون یورو مرسته وکړي.
د افریقایي اتحادیې د سولې او امنیت شورا هم د یوې اعلامیې په صادرولو سره، له کودتاچیانو وغوښتل چي ولسمشر خوشي کړي او خپلو قرارګاو ته ورستانه شي.
د لوېدیځې افریقا اقتصادي ټولنه ایکواس هم په نیجر کې د کودتا غندنه کړې او د دې هیواد ولسمشر د خلاصون په ضرورت تاکید کړی دی.
خو د کودتاچیانو شورا دغه خبرې د نیجر د هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او ادعا کړې ده چي د لوېدیځې اسیا اقتصادي ټولنه په نیجر کې د فوځي مداخلې په لټه کې ده.