د واګنر د ډلې له بریدونو د پولنډ اندېښنې
د پولنډ حکومت خپلو سرحداتو ته د واګنر د ډلې له بریدونو د اندېښنو په دوام کې ویلي چي په پولنډ باندې د برید ګواښ ډېر جدی دی او بلاروس سره یې په سرحدونو کې ټنشن رامینځ ته شوی دی.
د ایرنا له راپور سره سم، د پولنډ د لومړي وزیر مرستیال پاول جابلونسکي سي ان ان سره په مرکه کې ویلي چي د واګنر د ډلې ګواښ جدي دی، او د واګنر ځواکونه د بلاروس د خاورې په کارولو سره، د پولنډ په سرحداتو د برید په لټه کې دي.
د پولنډ چارواکو خبرداری ورکړي چي د واګنر ډله کولایشي له بلاروس څخه د دې هیواد په سووالکی کرېډور باندې برید وکړي او دغه کرېدور ونیسي، یاد کرېدو ډېر زیات اهمیت لري او پولنډ شمال ختیځې سیمې د روسیې له کالینینګراد څخه بېلوي.
د نیوزویک له راپور سره سم، که د واګنر ډله یاد کرېدور ونیسي نو د استونیا، لټوېنیا او لټوني په شمول د بالټیک د سیمې هیوادونه به له اروپا څخه جلا شي او د مسکو له نفوذ څخه به اغېزمن شي.
د پولنډ د لومړي وزیر مرستیال وویل چي سمدلاسه ګڼ شمېر پولنډي ځواکونه د بلاروس سرحد ته استول شوي چي د واګنر د ډلې د احتمالي برید مخنیوی وکړي.
هغه همدارنګه بلاروس ته د سختو اقداماتو منجلمه د دې هیواد د سرحداتو د بندولو په هکله خبرداری ورکړی دی.