د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136880-د_ایران_او_نړیوالو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
(last modified 2023-08-09T06:54:46+00:00 )
Aug 09, 2023 11:20 Asia/Kabul
  • د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.

ګرانو دوستانو نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د هیواد د رسنیو د ملي فیسټیوال په پرانیستونکو دستورو کښې وویل د شهیدانو وینې په هیواد کښې د بیان او د قلم ازادۍ تضمین کړي ده.

هغه وویل شناختي جنګ، شناختي دفاع غواړي او د مشر تابه د ستر لارښود په تعبیر دښمن د خلکو په هیلې او ایمان برید کړی او د دښمن لخوا د خبرونو جوړول او شننې ټول د دې خبرې ګواه دي چې د خلکو په زړونو کښې هیله په ناهیلۍ بدله کړي.

د اروپايي اتحادیې د اب و هوا د بدلونونو د پروګرام لوړرتبه چارواکو او کارپيژاندو وویل د روان میلادي کال دوبی په زیات احتمال سره تر ټولو ګرم وړی دی چې دنیا تراوسه لیدلی دی.

د جاپان حکومت د پوځ اینټرنیټي چینلونو ته د چین د هیکرانو د نفوذ په هکله د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ته په غبرګون کښې وویل د خپلو امنیتي اطلاعاتو ایشوا کیدل نه تائیدوي.

د جرمني لپاره د «الټراناټیو »د ښي پال ګوند لخوا په تصویب شوي سیاستي سند کښې ویل شوي دي چې د اروپايي اتحادیې د مهاجرت، د اب وهوا او د پیسو سیاستونو په کامل ډول ماتي خوړلي ده.

د بنیامین نتانیاهو د اقداماتو په دلیل د صهیونیسټ رژیم حالت تر دې حده  ګډوډ او کړکیچن شوی چې «عوفربارټیل» چې یو وخت د تل اویو د لوې څارنوالې او د عدلیې د سترې محکمې کاندید و لومړی وزیر نتانیاهو د ایران جاسوس وباله او ویې ویل چې نتانیاهو د ایران په ګټه جاسوسۍ کوي.

د روسیې د خارجه وزارت ویاند وویل د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د حکومت غړي په شخصي ډول د اوکراین د جنګ د وژل شویو کسانو د بدن د غړیو په غیرقانوني صادراتو او قاچاق کښې لري او د دغه چارې د رسني اي کیدا مخه هم نیسي.

سره سمندر ته د امریکا د جنګي بیړۍ له ورتلو سره په یووخت د یمن د بهرنیو چارو د  وزیر مرستیال د امریکا ځواکونو ته خبرداری ورکړ.

د امریکا د خارجه وزیر مرستیال چې د واشنګټن د حکومت په استازي توب نیجر هیواد ته تللی و چې د کودتاچیانو له مشر سره کتنه وکړي له بندو ورونو سره مخامخ شو ځکه چې نوموړي جنرال له هغه سره کتنې ته حاضر نشو.

د سوډان له کورني جنګ وروسته چې یوسل شپاړس ورځې یې تیریږي د اخري شمیرنو پراساس د څلرویشتو ښځو او د څوارلسو ماشومانو په شمول څلور سوه دوه پنځوس کسان تښتول شوي او بې درکه شوي دي.

د اسرائیلو د اپارتائیډ رژیم د پوځ مقاماتو د لومړي وزیر نتانیاهو کابینې ته خبرداری ورکړ چې د لبنان د حزب الله پرضد حتی د یوه کوچني ګام ترسره کول په شمال او نورو سیمو کښې په یوه پراخ جنګ بدلیدلی شي.

په حقیقت کښې دغه وینا د حزب الله په دفاعي توان باندې اعتراف کول دي.

()

زړه ته رانږدې ملګرو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تیرې سه شنبې ورځ په مزارشریف کښې د ایران په کنسولګرۍ باندې د طالبانو ډلې د ترهګرې حملې او د ایران د خبریال محمود صارمي او د یوشمیر ډیپلوماټانو د شهادت د کلیزې په مناسبت په یوې اعلامیې کښې وویل د زمري د میاشتې اولسمه نیټه په افغانستان کښې د ایران د ډيپلوماټانو او د خبریال د شهادت د ډیرې ترخې خاطرې یادونه کوي.

د سوریې په شمال کښې په رقه ولایت باندې د داعش ترهګرې ډلې په حملې کښې لس حکومتي عسکر وژل شوي دي.

د اوکراین استخباراتي ادارې په یوې بیانیې کښې د ولسمشر «ولودیمیر زلنسکي» د ټرور  لپاره د دسیسې د شنډولو او د یوې ښځې د نیول کیدا خبر ورکړ چې دوې د روسیې مخبره معرفي کړي ده.

په بحرین کښې دیره د امریکا د پوځ د سمندري ځواک د پینځمې جنګي بیړۍ ویاند ټیم هاوکینز  وویل چې مینځني ختیځ ته د امریکا درې زره (۳۰۰۰)ورغلي پوځيان به په راتلونکو ورځو کښې له خپلو شرکاو سره پوځي مانورې وکړي.

سره سمندر ته د امریکا د سمندري جنګي بیړۍ په ورتلو سره د یمن د خارجه وزیر مرستیال« حسین العزي» د یمن اوبو ته د دغه جنګي بیړۍ د نږدې کیدا په هکله واشنګټن ته خبرداری ورکړ.

له دې سره په یووخت چې د ترکیې خلک له څه د پاسه اوه څلویښت فیصده انفلاسیون او ګرانۍ سره مخامخ دي او په لنډه موده کښې په دغه هیواد کښې د انفلاسیون د  کمیدا هیڅ هلیه نشته ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه وکړه چې په هیواد کښې انفلاسیون کمیږي.

د امریکا د فلوریډا ایالت د ریپبلیکن ګوند ګورنر او د ریپبلیکن ګوند دننه د سیالیو کاندید «ران ډسانټیس» په دوه زره شلم میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ماتي خوړلو په هکله خپل مبهم دریځ څنګ ته کړ او په رسمي ډول یې دغه ماتي پریکنده وبلله.

خبري سرچینو وویل د افریقا د لویدیځو هیوادونو اقتصادي اتحادیې « اکوواس» په نیجر هیواد کښې د لاسوهنې لپاره پینځویشت زره پوځیان بسیج کړي دي.

()

ګرانو دوستانو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو.

()

رسنۍ وايي  د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو نیونې، ځورونې او ګواښنې زیاتې شوي

()

د امریکا میډیا لاین خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې: "خورا اړتیا ده چې امریکايي څارنوالان له افغانستانه خپل هم مسلکان په بېړه راوباسي."

د دې لیکنې په پیل کې راغلي، په امریکا کې د څارنوالانو ايتلاف هڅه کوي چې له افغانستانه هغه افغان څارنوالان وباسي چې د طالبانو له لوري تعقیبېږي.

د خپرونې د لیکنې لیکوال وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست له ۲۵مې او پر افغانستان د طالبانو له بشپړ کنټرول وروسته دا هېواد د ډېرو خلکو د ژوند لپاره خطرناک شو، خو په ځانګړي ډول د دغه هېواد د پخوانیو څارنوالانو او قاضیانو لپاره لا ډېر له خطره ډک شو.

د ډېرو شنونکو په باور افغان څارنوالان او قاضیان د طالبانو له لوري تعقیبېږي.

د خپرونې پر اساس، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ۲۹ څارنوالان وژلي چې د هغو په منځ کې درې تنه یې په وروستیو درو اوونیو کې وژل شوي دي.

ګڼ نور پخواني څارنوالان وزګاره او له ډاره پټ دي.

د خپرونې د لیکوال په وینا، طالبانو هر چا ته اجازه ورکړې چې خپل غچ واخلي.

میډیا لاین خپرونه د خوست پوهنتون د حقوقو د یوه استاد شېرزي مثال ورکوي چې طالبانو د ۲۰۲۲ د جولای په ۱۵مه په خوست کې له خپل کوره راوایست.

دا لومړی ځل نه و چې شېرزی له کوره ایستل کېده، نوموړی څو ځلې مخکې هم برمته شوی و، خو دا ځل یې وروستی ځل و. په سبا یې د ده مړی په داسې حال کې چې سخت شکنجه شوی و، له کوره څو کیلومتره لېرې وموندل شو.

خپرونې ته یو شمېر امریکايي څارنوالانو او د بشري حقونو ملاتړو ویلي چې امریکا باید افغان څارنوالان له افغانستانه وباسي.

طالبانو په وروستیو کې ویلي وو چې څارنوالان له ګواښ سره مخامخ نه دي او هغه کسان  چې دا خبرې کوي چې پخواني څارنوالان له خطر سره مخامخ دي، غواړي چې له افغانستانه کادرونه وباسي.

()

«یور ایشیا ریویو» خپرونې په افغانستان کې د خبریالانو پر وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په پیل کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو د محدودولو په اړه د طالبانو اقداماتو ته اشاره شوې او بیا په بېلابېلو وختونو کې د خبریالانو د نیونو یادونه شوې ده.

خپرونه لیکي، پر نیول کیدا  سربېره د روان میلادي کال  د مارچ په ۱۲مه په مزارشریف کې د تبیان کلتوري مرکز په یوه غونډه کې د داعش له لوري په برید کې درې خبریالان ووژل شول او ۳۰ نور ژوبل شول.

 

خپرونه زیاتوي، په مجموع کې د طالبانو په دوه کلنه دوره کې د ژورنالیستانو، خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیونې، ځورونې او ګواښنې خورا زیاتې شوي دي.

د رسنیو د بندولو په لړ کې طالبانو په وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې درې راډیوګانې او د همېشه بهار ټیلوېزیون بند کړل.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو او ګرانو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسید نور تاسو په مهربان خدای سپارو.