د امریکا د اډو بندېدو لپاره د جاپان د خلګو غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136902-د_امریکا_د_اډو_بندېدو_لپاره_د_جاپان_د_خلګو_غوښتنه
په جاپآن کې خلګو د پراخو مظاهرو په تر سره کولو سره، په دغه هیواد کې د امریکا د فوځي اډو د بندېدو غوښتونکي شول.
(last modified 2023-08-09T06:40:19+00:00 )
Aug 09, 2023 11:09 Asia/Kabul
  • د امریکا د اډو بندېدو لپاره د جاپان د خلګو غوښتنه

په جاپآن کې خلګو د پراخو مظاهرو په تر سره کولو سره، په دغه هیواد کې د امریکا د فوځي اډو د بندېدو غوښتونکي شول.

د چین د سی جی تی ان ټلویزونې چېنل له راپور سره سم، جاپاني لاریونوالو چي د امریکایانو د فوځې اډو په ضد لیکلي اعلامونه په لاس کې لرل، له خپل هیواده د امریکایي فوځیانو د وتلو غوښتونکي شوي دي، امریکا د پراخو فوځي تاسیساتو او ډول ډول وسلو ترڅنګ ۵۰ زره ځواکونه یې هم په جاپان کې میشت کړي دي، اکثره امریکایان د جاپان په اوکیناوا ولایت کې دي، په دې خاطر د امریکایانو په ضد اکثره لاریونونه هم په دغه ایالت کې کیږي، دا اکثره په اوکیناوا کې د امریکایي عسکرو د جرمونو او جنایاتو په خاطر دی، د هغه ځای خلګ له امریکایانو بې زاره شوي او د هغوی د وتلو غوښتونکي دي.

د نړیوالو چارو کارپوه لي وان تي په دې اړه وایي:

امریکایي ځواکونه د کاپیتولاسیون قانون ته په کتو سره، په جاپان کې د هر ډول جرم د ترسره کولو سربېره، بیا هم د دې هیواد د قانون په وړاندې ځواب ویونکي نه دي او د قضایي تعقیبونې په وړاندې خوندیتوب لري. امریکایي عسکر هلته جاپان کې پخ ځوانو انجوڼو باندې اکثره جنسي تېریو او یا حتي ځینو مواردو کې په قتل تورنیږي خو سره له دې کاپیتولاسیون ته په کتو سره، د جاپان حکومت او ځایي ادارې د امریکایانو د نیولو صلاحیت نه لري، په دې خاطر دی چي د جاپان په خلګو کې له امریکایانو څخه کرکه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، او د دې هیواد خلګ د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.

په جاپان کې ملي پالان او په ځانګړي توګه ځوانان امریکا ته د دې هیواد د امنیت ورسپارل، یو ډول سپکاوی او بې غیرتي بولي او په دې باور دي چي د جاپان په څېر هیواد لپاره چي د نړۍ په کچه په تکنالوژی او اقتصاد کې زبرځواک دی دا ننګ دی چي خپل امنیت امریکا ته ور وسپاري.  دا مساله د ټرامپ د ولسمشرۍ په پړاو کې خورا زور واخیسته، ځکه چي هغه له جاپان څخه د امنیت د تامینولو په وړاندې د لا زیاتو پېښو او امتیازاتو غوښتونکی شوي وو، او د جاپانیانو په هکله یې په سپکو الفاظو خبرې کړي وې، چي د هغه خبرې د جاپان د خلګو غرور باندې بده ولګېده، په تېره بیا د نوي نسل او د ځوانانو د احساساتو د داغي کېدو لامل شو. د جاپان نوی نسل له امریکا څخه د جاپان د خپلواکه کېدو غوښتونکی دی.

د نړیوالو چارو یو بل شناند ابوالفضل ظهره وند په دې اړه وایي:

د جاپان خلګ د پوهې دې کچې ته رسېدلي چي د امریکا د کارونو او سلوک ته په کتو سره، د ننګ او شرم احساس کوي، امریکا د امنیت د تامینولو په پلمې سره، خپل هر ډول شرطونه د توکیو په دولت ور تپي، دا په داسي حال کې دی چي که جاپان په نړیوال ډګر کې د یوه بریالي حضور او رول لوبونې غوښتونکي وي، باید له امریکا نه خپلواک سیاست غوره کړي.

د لیبرال ډیموکرات د ګوند په مشرۍ د جاپان دولت د دې هیواد د خلګو په غوښتنو باندې د سترګو په پټولو سره، امریکا سره د نژدې اړیکو او د هغوی د فوځي حضور د دوام په ضرورت ټینګار کوي، په سیمه کې او په تېره بیا د چین په مساله کې د امریکا له سیاستونو څخه د جاپان پیروي له ګاونډیانو سره د دې هیواد اړیکې ور خرابې کړي دي، او د دې سبب شوی دی چي جاپان د خپلو ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو په وړاندې خپلواک سیاست څخه بې برخه شي.

په همدې خاطر دی چي د چین او جاپان اړیکې تل لانجمنې پاته شوې دي، دا په داسي حال کې چي هیوادونه خپل ګاونډیان نه شي بدلولای او ګوزارې ته مجبوره دي، لیکن نړیوال انډولونه او نړیوال حالات تل بلېدونکي دي او ثابت نه پاته کیږي، په دې خاطر جاپان حکومت ته په کار دی چي د دغه حقیقت په درکولو سره، په فوځي او امنیتي ډګرونو کې امریکا سره په خپلو اړیکو بیا کتنه وکړي او خپلې اړیکې په داسي ډول تنظیم کړي چي د دې هیواد د خلګو ملي احساساتو ته زیان نه ورسوي.