Sep 04, 2023 15:13 Asia/Kabul
  • حسینی عاشورا تر ابد پورې تل پاتیکیدا

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې تر ابد پورې د تل پاتې عاشوراي حماسې نومې مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، د عاشورا او د  حسیني پاڅون  د تل پاتیکیدا راز د ولی فقیه  او د مسلمانانو د ولی امر  له کلامه  ستاسو په خدمت کې  وړاندې کوو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

  عاشوراي پاڅون نړیوال شو او  نوره هم د نړۍ تر ګوټ ګوټه  ورسیږي؛ دا حسین ابن علی وینه ده چې له څوارلس سوه کاله وروسته هم راخوټيي  او  ورځ تر بلې هم تازه او لاتازه   او ژوندئ او لاژوندئ کیږي.؛ دا هماغه عاشوراي پیغام دی چې  په نهایت غربت  او تنهائۍ کې د اباعبدا... الحسین او د حضرت زینب کبری سلام ا... علیهما  له  خوا صادر شو او اوس هم د نړۍ په فضا کې انګازې کوي او لاخوریږي. حسین علیه السلام ،له درست انسانیّت سره اړه لري.

خوږو دوستانو،تر ابد پورې د تل پاتې عاشورا نومې مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو څو ددغه تل پاتیکیدا  راز باندې سره پوهه شو.

هغه حکومت چې پیغمبر اکرم (ص)جوړ کړ،پر توحید او عدل او انصاف مشتمل ؤ. د پیغمبر اکرم (ص) د حکومت خصوصیّت دا ؤ چې پر ظلم د تکیې په ځاي ، پر عدل او انصاف  ئې بنسټ کیښودل شو.  د شرک او د انسان د فکري تفرقې په ځاي پرتوحیدپه تکیې او د پروردګار عالم د مقدس ذات پر عبودیّت په تمرکز  مشتمل ؤ .د جهل په ځاي پر پر وصال او رفاقت  او له محب سره پر ارتباط مشتمل ؤ .پخپلو کې د انسانانو د کینو په ځاي پر مینې او محبت او همدردئ ولاړ ؤ، یعني  له ظاهره او باطنه یو بشپړپوښلی حکومت.هغه انسان چې په دغه شان حکومت کې وروزل شي، نو یو تقوادار، پاک، عالم، بابصیرته،فعال تاند او کمال ته رسیدونکی  انسان  وي.

البته د پنځوسو کلونو په تیریدا سره قضیې بدلې شوې ،له پيغمبر اکرم پنځوس کاله وروسته  دهغه انحراف په دلیل چې په حکومت کې رامینځةشو،وضعیّت په اساسی ډول لړزانه   شو. د اسلام نامه پاتې شوه،نامه، اسلامي نامه وه،خو باطن نور اسلامی نه ؤ.د عدل د حکومت په ځاي بیا د ظلم حکومت واک ته ورسید.د ورورولۍ او برابرۍ په ځاي پرګنیز درز او ډلبندۍ رامینځة شوې. د معرفت په ځاي جهل حاکم شو.په حقیقت کې په انحراف سره په اسلامی ټولنې کې د امامت نظام په سلطنت بدل شوی ؤ.

 امامت په سلطنت بدل شو،د امامت ماهیّت د سلطنت په ماهیّت سره،په تضاد او توپیر کې دی،امامت،یعني روحي او معنوي پیشواي او رهبریّت او له خلکو سره اعتقادي او عاطفي پيوند؛خو سلطنت یعني په زور او قدرت او دوکې سره حکومت،له هر ډول ایماني،عاطفي او معنوي سپَڼکي پرته . دغه دواړه د یوه بل مقابل ټکي دي .امامت ،په امت کې،د امت لپاره او د خیر په لاره کې یو حرکت دی.سلطنت یعني د یوې خاصې پرګنې لپاره او د خلکو د مصلحتونو په ضد مقتدره سلطه،د واکمنې ډلې د نفساني خواهشاتو لپاره او د شتمنیو د زیرمه کولو لپاره قدرتمنه سلطه.

Image Caption

 

   په دغه وخت کې،حضرت امام حسین علیه السلام  د یوې اسلامی ټولنې د ستر انحراف په مقابل کې راغلی ؤ؛ یو داسې انحراف چې د اسلام اصل ئې د نابودۍ ترحده  له خطرې سره مخ کړی ؤ، له بل پلوه  د معاویه د زوي یزید باطل حکومت له امام بزرګوار(ع) څ خه په بیعّت اخستو پسې ؤ چې دغه بیعّت  د دغه انحراف  دتائيد په معناؤ: یزیر توقع درلوده چې  د هدایّت دغه امام،د هغه دحکومت اساس  لاسلیک کړي؛بیعّت، یعني دا.غوښتل ئې  امام حسین علیه السلام مجبوره کړي،ددې په ځاي چې خلک ارشاد او هدایت کړي،او د هغه ظالم حکومت ګمراهي د هغوي لپاره تشریح کړي ،راشي د هغه ظالم حکومت ومني او تائيد ئې هم کړي!  د حضرت امام حسین علیه السلام پاڅون له همدغه ځایه پيل شو.... امام حسین علیه السلام وفرمائيل؛ حسین دغه شان لیک او تائيد هیڅکله هم  نه لاسلیک  کوي: په دغه شان فضا کې  دحضرت اباعبدا... ستره دنده  اسلامی ټولنې  او د اسلامی نظام د بنیاد دسمولو او نوي کولو  لارې ته  د تش په نامه  اسلامي ټولنې  بیرته ستنول ؤؤ  چې  دا م وضوع په حقیقت کې د عاشورا دپاڅون  هدف ؤ.

    د عاشورا پاڅون بڼه وموندله،دغه پاڅون او د هغه بزرګوار مظلومانه شهادت  او د کورنۍاسیر کیدا ئې،دبني امیهّ حکومت ولړزاوۀ.له همدغې پيښې وروسته وه چې په اسلامی نړۍ ،مدینې او مکې کې پرله پسې پيښې رامینځةشوې  او بالاخره د آل ابی سفیان د لړۍ  دنابودۍ سبب شوې. په درو څلورو کلونو مودې کې،د ابوسفیان(ابی سفیان) لړۍ په کلي توګه ونړیده او له مینځه لاړه . د حسینی عاشورا  له پاڅونه وروسته،د بني امیهّ ؤ د لړۍ پر نابودۍ سربیره د اباعبدا... الحسین علیه السلام  غورځنګ  د خلکو د وجدان د ویښتیا سبب شو او د تښتې روحیهّ په  مسئولیّت منلو روحیې او له ظلم سره د  ډغرې وهنې په روحیّې بدله شوه.

Image Caption

 

دظلم د واکوالانو  په ضد  دومدارو پاڅونونو رامینځةکیدا  ددغه عاشوراي  پاڅون نتیجه وه.  چا دا فکر کاوۀ چې د هغه مهال یزید  د ظلم  له حکومت او د هغه  له فساد سره به مبارزه وکړي.؟ په دغه شان  یوې زمینې کې داسې لوي حسیني پاڅون راپورته شو ،چې هم ئې له دښمن سره مبارزه وکړه او  هم ئې  په عادي او معمولي مسلمانانو کې  د تباهۍ په لور روان فساد منونکي فرصت غواړي روحیّې سره ....یعني حسین ابن علی  داسې کار وکړ چې د خلکو وجدان  ویښ شو. نو ځکه اوس تاسو ټول وینئ چې  د حضرت امام حسین علیه السلام  له شهادته وروسته په یوه بل پسې اسلامي پاڅونونه رامینځةشول.... حسین ابن علی  داسې کار وکړچې  د طاغوتیّت  دحکومت په ټولو پړاؤنو کې داسې  کسان پیدا شول  او سره له دې چې د  اسلام له سرکینیو وختونو ډير وروسته وو،د ظلم او فساد له حکومت سره ئې  د مبارزې لپاره  د حضرت  امام حسن مجتبی (ع) له پړاوه  اراده لازیاته وه... وار د واره د ملتونوپه داخل کې پاڅون رامینځةشو.  دا پاڅونونه چا رامینځةکړل؟حسین ابن علی ...  که حضرت  امام حسین علیه السلام پاڅون  نه وائ کړی،نو آیا له مسئولیت منلوڅخه د تښتې او لټئ روحیّه به ،د مسئولیّت منلو او له ظلم سره  د ډَغَرې وهنې په روحیّې بدله شوې وه؟... د حضرت امام حسین له پاڅونه تر مخکې پورې  شخصیّتونه  او خاص اصحاب هم حاضر نه وو، کوم ګام پورته کړي، خو د حضرت امام حسین علیه السلام  له پاڅونه وروسته دغه روحیّه ژوندئ شوه.

              دوستانو عاشورا یړازې تاریخي پیښه نه وه؛ عاشورا یو فرهنګ،یو دوامدار بهیر او د اسلامی امت لپاره یو دایمي ایکسرسایز او سرمشق  ؤ. دغه شان واقعه خپلې خاصې ځانګړنې او خصوصیات لري چې هغه د تاریخ په اوږدو کې  له نورو پيښو او پاڅونونو جلا کوي او لامل شوي دي چې  د ؛ عاشورا پاڅون د اسلام او دهغه د ساتنې په برخلیک کې بنیادي  اغیزې وشیندي.:::

د عاشوراي پاڅون یوه ترټولو مهمه ځانګړنه،  اخلاص دی؛د حسین ابن علی حرکت او غورځنګ، یو خالص، مخلص او له کوم شک ا و شبهې پرته سوچه حرکت،د خداي لپااره ،ددین او د مسلمانانو د ټولنې د اصلاح لپاره یو حرکت ؤ.  او همدغه اخلاص هم  د حضرت اباعبدا... الحسین علیه السلام د پاڅون یو تل پاتې عامل  شوی دی.د حضرت امام حسین علیه السلام کار ، یو هغه کار دی چې  د یوې ستنې د سر تر حده پکې شک ،ناخالصوالی ،رّیا او ابهام نشته. نو ځکه تاسو وینئ  چې  دغه بې مخینې غورځنګ تر اوسه پورې پاتې دی او تر ابده به هم  پاتې شي.

 

همداراز د حضرت امام حسین علیه السلام  حرکت  پرعقل او منطق  تکیه  کونکی حرکت ؤ.په دغه حرکت کې د منطق او عقل عنصر، دهغه بزرګوار په بیاناتو کې له ورایه ښکاري ؛ ددغه حرکت له پیلیدا مخکې ،یعني په مدینې کې  د شتون له وخته د شهادت ترورځې پورې، ددغو نوراني بیاناتو یوه یوه جمله ، د یوه پیاوړي او مضبوط منطق  بیانونکي ده .

 ددښمن  لښکر ته د امام بزرګوار په خطاب کې فرمائيل شوي دي ؛که څوک وویني یو حاکم په واک کې دی  چې ظلم کوي، دخدای حرام حلا ګڼي او د خداي حلال حرام .،الهي حکم څخه سرغړوي . ښه عمل نه کوي او نور  هم  ورابندې عمل ته  نه بولي،یعني په خلکو کې ، په ګناه سره ، په دښمنۍ سره  او په ظلم سره عمل کوي او نور خلک که هغه له دغو کارونو منع نه کړي   او په ژبې او عمل سره  دهغه په اپوټه  اقدام  ونکړي،نو خداوندمتعال  په قیامت ورځ دغه چُپه خوله بې پروائي  او سستي  هم  له هماغه شان برخلیک سره مخ کوي ، چې  هغه ظالم ورسره لاس او ګریوان  وي .؛یعني  له هغه سره به په یوه صف او یوې ډلې  کې وي .دا پیغمبر اکرم (ص) فرمائيلي دي ::::  

        د حضرت امام حسین علیه السلام  دپاڅون یوه بله ځانګړنه عزت دی . د امام بزرګوار حرکت د عزت حرکت ؤ ، دحق عزت او دهغې لارې عزت ،چې پیغمبر اکرم(ص) وړاندې کړې وه .  حضرت امام حسین علیه السلام  د امامت  او عزت او ویاړ مظهر ؤ او لکه څنګه چې قیام ئې وکړ،نو  ځکه د فخر او مباهاتو تومنه هم ؤ. دا  حسینی عزت دی . یوه وخت څوک یوه خبره کوي ، نو خبره ئې کړې او مقصد ئې وئيلی دی ، خو په هغه خبره بیا نه دریږي او شاتګ کوي،؛ نو دا ویاړ  نشي کیدلی ،  ویاړ او افتخار له  هغه انسان ،ملت او ټولنې سره  دی چې پخپلو خبرو دریږي  او اجازت نه ورکوي ،هغه بیرغ چې دوي پورته کړی دی ، توپانونه ئې  له مینځه یوسي او ولویږي، امام حسین علیه السلام   دغه بیرغ پیاوړی او په قدرت سره اوچت وساتۀ.

Image Caption

 

د خداي په درګاه کې مطلقه تسلیمیدا یوه بله هغه ځانګړنه ده چې  د عاشورا په پاڅون کې جلوې له ورایه ښکاري.حضرت امام حسین علیه السلام  په مختلفو موقعیّتونو کې  دغه خصوصیّت پخپل چلند کې رابرسیره کړی دی؛د امام حسین په چلندکې هماغه معنویّت او دخدای تعالی په وړاندې مطلقه تسلیمیدامحسوسه ده. په ټولو مرحلو کې هم همداسې ده.هغه ورځ چې په سلګونو البته په زرګونو لیکونو کې چې امام حسین لپاره په دغه مضمون سره لیکل شوي دي چې  مونږ  د تا شیعیان او مخلصان یوو او په کوفه اوعراق کې د تاسو په تمه یوو،خو  له غرور سره مخ نه شو.لکه چې ئې خطبه ولوسته ، وې نه وئيل چې  داسې او هغسې کوو، خپل  دښمنان ئې  ونه ګواښل او دوستانو ته ئې هم  دکوفې د څوکیو د ویشلو تمه  هم ورنکړه.  له معرفت سره یو ځای حرکت ،له عبودیّت سره یوځای حرکت ااو له تواضع سره یو ځاي حرکت، هغه  وخت دی چې ټول لاسونه د هغه په لور اوږده شوي دي او  هغه ته مینه او ارادت  وړاندې کوي.  هغه ورځ هم چې په کربلا کې  له سلو هم کمو کسانو سره دڅه دپاسه دیرشو زرو  لنډيغرو او بدماشانو او دخدای د دښمنانو  په وسیله کلابند شوی ،  او ژوند ئې په خطرې کې دی ، د خدای د دغه بنده او د اسلام د یوه لوي شخصیّت په چلند کې یوه شیبه هم سټریس،دباؤ او ویره  ونه لیدل شوه.

 عاشورا یوازې کومه تاریخي پيښه نه وه ، عاشورا یو فرهنګ ، یو دوامدار بهیر او د اسلامی امت لپاره یو دایمي مشق او ایکسرسایز ؤ.

روایت شوي دی ،له دې وروسته چې  حضرت امام سجاد(ع) د عاشورا له واقعې وروسته مدینې ته ستون شو،نو یوه کس د هغه بزرګوار خدمت وآخوا ته ورغی  او عرض ئې وکړ؛ یابنَ رسول ا... ،ومولیدل   لاړئ، څه وشول؟... دغه کاروان بیرته راغی ، او یوازې یو سړی  امام سجاد په دغه کاروان کې دی،میرمنې اسیرې شوې ، کړاؤنه او غمونه ئې ولیدل، امام حسین  نه ؤ ،علی اکبر  نه ؤ، حتی په دغه کاروان کې شیرخوار نوزیږی هم نه ؤ:::  امام سجاد علیه السسسلام  ددغه کس په ځواب کې ووئيل؛  فکر وکړه که نه وائ تللي ، نو څه کیدل؛که  نه تللی ، نو بدنونه به ژوندي وو، خو حقیقت نابود کید، روح به ویلی شوی ؤ،وجدانونه به هم  چخڼي کیدل، عقل او منطق به دتاریخ په اوږدو کې محکوم کید، او حتی د اسلام نامه به هم نه وه.....

    خوږو دوستانو دغه پروګرام مو چې  واورید،د اسلامی انقلاب د ستر لارښود او د مسلمانانو د ولی امر حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي د خبرو له غورچاڼ څخه اخستل شوی ؤ.دوي د عاشوراي پاڅون د تل پاتیکیدا دعلت په باب پخپلو نهائي څرګندونو کې،داسې بیانوي؛انسان د عشق  له منطق او  عاشقانه نظر پرته د کربلا په  قضیو نشي پوهیدلی. باید  په عاشقانه لید سره وکتل شي څو پوهه شو چې حسین ابن علی په دغه تقریبا  یوه شپه او نیمه ورځ  کې ،یا حدودا یوه شپه او ورځ کې ،د تاسو عا له مازدیګره د عاشورا تر مازدیګر پورې ،څه وکړل او څه عظمت ئې وپنځاوۀ،نو ځکه ده چې  په دنیا کې باقي پاتې دی او تر ابد پورې به هم باقي پاتې وي.

    د مینې او عشق ددغه سفر یعني د حسینی اربعیّن د ولولې  او  پرتم  او د انسانیّت  او اسلامیّت د ژغورونکي  حضرت امام حسین علیه السلام د هدف او انګیزې په باب   وخت هم همدومره ؤ نو په دې هیله  چې مونږ ټول د حقیقي اسلام  او انسانیّت  د ځلا او اصلی مقصدد ترلاسه  کولو لپاره هڅه وکړو، په نیاؤمن خداي مو سپارو.... ا... مو مل او ملګری.....

   (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه