Sep 05, 2023 12:21 Asia/Kabul

د حسینی عاشورا او حسینی اربعین پيغام د بشریّت ژغورل دي او لکه څنګه حضرت امام حسین د نجات کشتي او د هدایت څيراغ دی ،باید دغه مشال هماغه شان روشن وساتل شي.    

د حسینی اربعین د رارسیدا په مناسبت د هندی کشمیر په سری نګر ښار مرکز کې په ؛ماهاتا هنری ګیلري کې د انځورونو او خوشنویسئ نندارتون ترسره شو.دغه هنری نندارتون  د کربلا په میدان کې حسینی عاشوراي غورځنګ او د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه وفادارو ملګرو د قربانۍ او سرښیندنې د درنښت په موخې سره ترسره او د ډيرو مینه والو  له تاودۀهرکلي سره  مخ شو.د کشمیر دهنر حسینی مینه والو پخپلو هنری نظرونو کې په دغه نندارتون  د عاشورا د پاڅون او د حسینی اربعیّن  د پلي لاریون د اهمیّت انځور نندارې ته وړاندې کړي دی.

د کشمیر د انساني حقوقو یو فعالې میرمن صباحت نظیر په کشمیر کې ایران پریس خبری آژانس ته وئیلي،سږکال ددغه کلتوري او مذهبی نندارتون دترسره کیدا یولسم کال دی او  ددغه نندارتون؛د حسینی اربعین ایکسرسایز او د عزادارۍ درک؛ په نامې سره ترسره شو. هغې دغه رازروښانه کړې ده،د حسینی عاشورا او حسینی اربعین پيغام د بشریّت ژغورل دي او لکه څنګه حضرت امام حسین د نجات کشتي او د هدایت څيراغ دی ،باید دغه مشال هماغه شان روشن وساتل شي.    

 

ټیګونه