Sep 05, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات

کیهان په دې ارتباط لیکلی دی د امت امام حسین ع ۳۰ میلیوني مانوره

 

کیهان

د ایران درستو ورځپاڼو په شان دغې ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د شهیدانو د سردار حضرت ابا عبدا... الحسین ع او د هغه حضرت د وفادارو یارانو د څلویښتي ورځې په اړه انځورنه ، راپورونه او مطلبونه چاپ کړی دي . کیهان په دې ارتباط لیکلی دی د امت امام حسین ع ۳۰ میلیوني مانوره .

د عاشورا پاڅون نړیوال شو او  نورهم د نړۍ تر ګوټ ګوټه  ورسیږي.دا د حسین ابن علی علیه السلام  وینه ده چې له څوارلس سوه کاله وروسته هم ورځ تر بلې تازه او لاتازه   او ژوندئ او لاژوندئ کیږي. دا هماغه عاشوراي پیغام دی چې  په ډیرغربت  یوازیتوب کې د شهیدانو د سردار حضرت  اباعبدا... الحسین او د حضرت زینب کبری سلام ا... علیهما  له  خوا صادر شو او اوس هم د نړۍ په فضا کې انګازې کوي او لاخوریږي. حسین علیه السلام له درست انسانیّت سره اړه لري ځکه خو د هر رنګ ، ژبې ، دین ،  مذهب ، سیمې او هیواد خلک د اربعین په میلیوني دستوروکې ګډون کوی . د کربلا د اربعین په دستورو کې هرکال له بل کاله زیات خلک ګډون کوي .

د تهران د پولیسو مشر وایی په تهران کی د اربعین د پاتی کسانو لاریون لپاره پینځه لاره ټاکل شوي دي .

Image Caption

 

ورځپاڼه بیا په تهران کی له ښاغلی رییسي سره د ترکیې د لومړی وزیر کتنې ته اشاره کوی او لیکی ښاغلی رییسي په تهران کې د ترکیې له خارجه وزیر هاکان فیدان سره په کتنه کې د اقتصادي ملګرتیاو د ګډ کمیشن فعالیدا د دواړو هیوادونو د تجارتي تعاملاتو او د متقابلو ظرفیتونو په تبادلې کې اغیزمن وباله .

په سویډکې د پولیسو تر ملاتړ لاندې د قران کریم بیا سوزول کیدا په اعتراض کې غوسه خلک له پولیسو سره ښکیل شول .ورځپاڼه په دې اړه لیکی چی سویډ او ډنمارک په وروستیو میاشتو کې د بیان د ازادۍ په پلمه څو ځله د اورپکو کسانو په وسیله د قران مجید د سپکاوی مجوز صادر کړ او په حقیقت کی د دغو هیوادونو په شنې اشارې او ملاتړسره د قران کریم سپکاوی او اسلام دښمنۍ هماغه راز دوام لري . په لویدیځو هیوادونو کې  د اسلام دښمنۍ دوام په داسی حال کی دی چی دغه هیوادونه تل د بیان د ازادۍ ادعا کوي . په حقیقت کی لویدیځ هیوادونه په قصدی ډول د بیان د ازادۍ او ملنډې اومقدساتو ته د سپکاوی ترمینځ توپیر باندې سترګې پټوي . هغو د قران سوزولو لپاره ضروری مجوز صادر او له سپکونکی کس د بیان د ازادۍ په پلمه ملاتړ کوی ، په داسی حال کی چی په دغه سپکاوی په معترضو کسانو حمله او هغو وهي ټکوی او یا یې نیسي . په حقیقت کی لویدیځ هیوادونه یوازې  د هغې بیان ازادي خبره کوی چی د اسلام دښمنۍ او د مسلمانانو مقدساتو ته د سپکاوی په شمول د لویدیځ د نظر وړ وی  او که داسی نه وی نو بیا ورسره سخت چلند کوی ، لکه چی اوس د سپکاوی کونکی کس د نیولو په ځای یې هغه کسان نیولي دي چی په هغه یې اعتراض کاوه .

جمهوری اسلامي

دغې ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د سالار شهیدان حضرت ابا عبد ا... الحسین د مظومانه شهادت د اربعین په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، پتیالیو او ازادی غواړو ته تسلیت ویلې دې  اود اربعین د میلیوني دستورو یو انځور یې چاپ کړی دی .

د ایران د سیستان او بلوچستان خلک د رهبرۍ له ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای سره کتنه کوي .

د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د بورکینافاسو له خارجه وزیر سره په کتنه کې وویل د استعمار په وړاندی د افریقایی هیوادونو مقاومت د هغو د ځیرتیا او ویښتیا ښودنه کوی .

ورځپاڼه د ترکیې د خارجه وزیر دغې خبرې ته هم انعکاس ورکړی دی چی وییلی یې دي ، د برجام د احیا مزاکرات د ترکیې په ګټه دي .

د طالبانو د کنکور د نتجیو اعلان ، ټول ګډون وال قبول شوي دي .

جنرال باقری د پاکستان د پوځ مشر ته تسلیت ووایه .ورځپاڼه لیکی چی د ایران لوی درستیز جنرال محمد باقري د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ته په یوه پیغام کې د دغه هیواد د پوځیانو پرضد ځان وژونکی حمله وغندله . ښاغلی باقري د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې له متعال خدای د دغه ترهه ګر اقدام د ژوبلو کسانو لپاره د عاجلې شفا او سلامتیا دعا وکړه .

د ایران پخوانی خارجه وزیر علی اکبر ولایتی ویلی دی د بهرنی سیاست په ډګرکې د ایران وروستی بریالیتوبونه د خوشحالۍ سبب دي .

اټلانټیک لیکلی دی ناټو سازمان احتمالا تر دو کلونو دړې وړې کیږی .

Image Caption

 

د عراق د کورنیو چارو وزارت د حسیني اربعین په دستورو کښې د ګډون لپاره دغه هیواد ته د څه باندې ۳ میلیونه بهرنیو زیارتوالو د ورتګ خبر ورکړ

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی ناصر کنعاني وویل د ستمبر سند نوې ندې او د ایران او څلور جمع یوې ډلې د مزاکراتو هماغه بهیر دی .

کابل ورځپاڼۍ

مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او د محتوا مسولیت یې پرغاړه نه اخلو .

هشت صبح

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: طالبان په بشري فعالیتونو کې لاسوهنه کوي .

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د طالبانو له لوري د محدودیتونو د لګول کېدو او له مرستندویو کارکوونکو سره د هغوی د ناوړه چلند له امله د روان میلادي کال په جولای میاشت کې د مرستې رسونې ۵۶ پروګرامونه درولي دي. دې شورا د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو کړنو په دغه هېواد کې پر بشري ناورین د غور لپاره د بنسټونو هڅې له ننګونو سره مخ کړې دي. د راپور له مخې، طالبانو په بشري چارو کې لاسوهنه کړې او دغه راز یې بشري شتمنۍ او تاسیسات زیانمن کړي دي. د پوهاولیکونو په لاسلیکولو کې ځنډ او د کارکوونکو په استخدام کې لاسوهنه د مرستندویه بنسټونو د فعالیتونو د ځنډېدو له نورو لاملونو ګڼل کېږي. د راپور له مخې، د طالبانو ۹۵سلنه محدودیتونه د جنسیتي انګېزې له مخې لګول شوي، چې اته مورده یې د پروګرامونو د لنډمهالي ځنډ لامل شوي دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار کړی چې د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو بندیز بشري مرستو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی اغېزمن کړی دی. یادې شورا زیاته کړې چې د موسسو له مدیره پلاوي او د مرستو د پروګرامونو د سندونو له لاسلیک کوونکې ډلې د ښځو حذف په بشري چارو کې د ښځو ونډه زیانمنه کړې ده.

په تېرو دوو کلونو کې مرستندویو سازمانونو په پرلپسې ډول د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو د لاسوهنې او د سختو بندیزونو د لګولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. دغو بنسټونو په ډاګه کړې، چې په ولایتونو کې د طالبانو جنګیالیو او  یو شمېر قوماندانان د موسسو له کارکوونکو سره ناسم چلند کړی دی. په وروستي مورد کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جولای له میاشتې راهیسې په افغانستان کې د طالبانو د ناوړه چلند او محدودیتونو له امله د ۵۶ مرستندوی پروګرامونه ځنډولي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري عملیاتو پر وړاندې د طالبانو چلند په دغه هېواد کې پر بشري ناورین د غور لپاره د مرستندویو بنسټونو هڅې ننګولې دي. د راپور له مخې، دې ډلې د بشردوستانه فعالیتونو په پلي کولو کې لاسوهنه کړې او بشري تاسیساتو او شتمنیو ته یې زیان رسولی دی. د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې د بشري مرستو په برخه کې شاوخوا ۱۵۰ پېښې ثبت شوي چې ۹۵ سلنه یې د طالب چارواکو او جنګیالیو له خوا شوې دي. د راپور له مخې، د پروګرامونو ځنډول کېدو بشري مرستو ته اړمن خلک سخت اغېزمن کړي دي.

مسیر ورځپاڼه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، ایران سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی . د  افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له سرپرست حسن کاظمي قمي سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ په سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، فرهنګي او بشري برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. نوموړي ویلي، چې په دې کتنه کې  حسن کاظمي قمي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د کرنې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې د پلاوي د وروستیو سفرونو په اړه چې ایران ته یې کړي وو، توضېحات ورکړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په موخه يې د دغو سفرونو پر دوام ټينګار وکړ. نوموړي دغه راز کابل ته په نږدې راتلونکي کې د قضايي همکاريو او په اعدام د محکومو افغانانو د دوسيو د حل په موخه د ايران د قضايه قوې د یوه پلاوي د سفر خبر هم ورکړ.

 

ټیګونه