Sep 06, 2023 05:41 Asia/Kabul

د اسلامي ایران په شمول له درستې نړۍ په میلیونونو زایرین په دغه ورځ د حسیني اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره د عراق په جنوب کې د کربلا سپیڅلی ښار ته ورځي .

درست اسلامي ایران د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه حضرت  د وفادارو یارانو د شهادت د اربعین په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دی .

نن د ۱۴۴۵ هجری قمری کال د صفرې شلمه نیټه  د کربلا په دښته کې د سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانود شهادت دڅلویښتی ورځ ده .

د اسلامي ایران په شمول له درستې نړۍ په میلیونونو زایرین په دغه ورځ د حسیني اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره د عراق په جنوب کې د کربلا سپیڅلی ښار ته ورځي .

حضرت امام حسین علیه السلام او وفادار یاران یې د ۶۱ هجری قمری کال د محرم په لسمه نیټه د کربلا په دښته کې شهیدان شول .

د نبی مکرم حضرت محمد مصطفی (ص ) ګران لمسی حضرت امام حسین ع د کربلا د پیښې په بیانولو ، له مکې مکرمې کربلا ته په لاره او تر شهادته پورې په ډاګه ټینګار وکړ د حرکت مقصد یې د یذید د اسلامي ضد حکومت په ډاګه کول ، امر بالمعروف و نهی از منکر او د ظلم او ستم په وړاندی دریدا ده او د قران کریم له ملاتړ او د سوچه محمدی (ص ) اسلام له ژوند ساتلو پرته بل هدف نلری .

د اسلامي ایران ، عراق ، پاکستان ، افغانستان ، لبنان ، سوریې ، ترکیې ، بحرین ، انډونیشیا ، ملایشیا  په شمول د بیلا بیلو هیوادونو خلک د اربعین په مناسبت د ویر او ماتم دستورې ترسره کوي .

د ایران راډیو او ټیلی ویژن اداره صداوسیما هم د حسیني اربعین په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادي غواړو په تیره بیا تاسو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .

 

ټیګونه