د عراق ولسمشر: داربعین دستورونړیوال حیرانه کړل
رشید په دغه پیغام کې دې ته په اشارې سره چی د اربعین په ورځو کې د شهید امام سترو درسونو او دلاورانه حماسو یادونه کوو ، زیاته کړه حضرت امام حسین ع ظلم ، د حق انکار او د اجتماعي عدالت ضایع کیدل ونه منل او په پوره اعتماد سره د استبداد حکومت له چیلنج سره مخامخ کړ .
د ایرنا له ر اپور سره سم د عراق ولسمشر عبدالطیف رشید د حضرت امام حسین علیه السلام د اربعین په مناسبت د دغه هیواد خلکو ته په بیغام کی وویل هغه ښکلی انځورونه چی عراقیانو او د امام حسین ع عاشقانو د حسینی اربعین په کلیزه کې وړاندی کړي دي ، نړیوال حیرانه کړی او سخاوت ، سرشیندنه او بخشش چی د عراقیانو له لوړو ځانګړنو دي ، د نړیوالو د پام وړ ګرځیدلي دي .
رشید په دغه پیغام کې دې ته په اشارې سره چی د اربعین په ورځو کې د شهید امام سترو درسونو او دلاورانه حماسو یادونه کوو ، زیاته کړه حضرت امام حسین ع ظلم ، د حق انکار او د اجتماعي عدالت ضایع کیدل ونه منل او په پوره اعتماد سره د استبداد حکومت له چیلنج سره مخامخ کړ .
نن د ۱۴۴۵ هجری قمری کال د صفرې شلمه نیټه د کربلا په دښته کې د سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانود شهادت دڅلویښتی ورځ ده او په همدې خاطر د شیعیانواو اهل سنتو په شمول د مختلفو مذهبونو پیروان او مسیحیان ، عاشوری ، کلدانی ، هندوان وغیره له عراق او د نړۍ له مختلفو هیوادونو کربلای معلا ته سفر کوي .