په امریکا کې د قران کریم سپکاوی
Sep 09, 2023 13:58 Asia/Kabul
د امريکا په نيويارک ښار کې نامعلومو کسانو قران کريم ته سپکاوی کړی دی.
د امريکا په نيويارک ښار کې نامعلومو کسانو قران کريم ته سپکاوی کړی دی.
د ایسنا د راپور له مخې، د جمعې په ورځ یو نامعلوم کس په نیویارک کې د ترکیې قونسلګرۍ د ودانۍ د دروازې مخې ته په انګلیسي ژبه د قرآن کریم نسخه وغورځوله او بیا یې تر پښو لاندې کړه.
د ترکيې د کونسلګرۍ امنيتي مامورين په چټکۍ سره له ودانۍ ووتل او سرغړونکی کس يې د ترکيې د کونسلګرۍ د ودانۍ مخې ته ونيوه.
د ترکیې د قونسلګرۍ چارواکو د دې توهین په اړه NYPD او د ډیپلوماټیک امنیت څانګې ته خبر ورکړ.
په لویدیځو هیوادونو کې د قران کریم مقدساتو ته په پرله پسې توګه سپکاوی په داسې حال کې چې دغه هیوادونه د بیان د ازادۍ د دفاع ادعا کوي او خلکو ته د ناوړه استفادې اجازه ورکوي.
ټیګونه