لویدیځ هیوادونه په اوکراین کښې ماتي خوري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138342-لویدیځ_هیوادونه_په_اوکراین_کښې_ماتي_خوري
فارس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسي جرګې کانګرس غړي »مارجوري ټیلور ګرین» خبرداری ورکړ چې روسیه به په اوکراین کښې په اوسني جنګ کښې بریالۍ شي او لویدیځ هیوادونه به د امریکا دروغو ویلو ته په پام سره ماتي وخوري.
(last modified 2023-09-10T21:24:52+00:00 )
Sep 11, 2023 01:51 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه په اوکراین کښې ماتي خوري

فارس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسي جرګې کانګرس غړي »مارجوري ټیلور ګرین» خبرداری ورکړ چې روسیه به په اوکراین کښې په اوسني جنګ کښې بریالۍ شي او لویدیځ هیوادونه به د امریکا دروغو ویلو ته په پام سره ماتي وخوري.

هغې زیاته کړه امریکا د اوکراین د جنګ په هکله دروغ وايي او دا یوه غمیزه ده او لویدیځ ماتي خوري او روسیه بریالۍ کیږي.

د امریکا د ولسي جرګې کانګرس دغه غړي مارجوري ټیلور ګرین خبرداری ورکړی واشنګټن اوکراین ته د پوځي مرستو د ورکولو په دوام سره د بې ګناه خلکو له وژلو سره د مرستې کولو په حال کښې دی.

مارجوي تيلورګرین وویل مونږ د بې ګناه خلکو له وژلو سره مرسته کوو او زمونږ کبرجن مشران نه غواړي ووايي چې د سولې په هکله د خبرو اترو وخت رارسیدلی دی.

له بلې خوا د امریکا د میسوري ایالت د مشرانو جرګې غړي سناتور «جاس هاولی» وړمه ورځ له فاکس نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې ویلي وو سپینه ماڼۍ په حقیقي ډول نه پوهیږي اوکراین ته د ورکړل شویو مرستو او  د وسلو لپاره څه پیښه رامینځته کیږي.

دغه راز د جرمني پوځي چارواکو هم په تیرو څو ورځو کښې د اوکراین د پوځ د دړې وړې کیدا د احتمال په هکله خپله سخته اندیښنه څرګنده کړي ده.