فرانسه په نیجر هیواد د برید لپاره چمتو کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138344-فرانسه_په_نیجر_هیواد_د_برید_لپاره_چمتو_کیږي
اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د نیجر هیواد پوځي شورا د لویدیځې افریقا په ځینو هیوادونو کښې د فرانسې د وروستیو خوځښتونو څارنې ته په اشارې سره په نیجر کښې د پوځي لاسوهنې لپاره د پاریس د پلان او د پروګرام خبر ورکړ.
(last modified 2023-09-10T21:49:57+00:00 )
Sep 11, 2023 02:14 Asia/Kabul
  • فرانسه په نیجر هیواد د برید لپاره چمتو کیږي

اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د نیجر هیواد پوځي شورا د لویدیځې افریقا په ځینو هیوادونو کښې د فرانسې د وروستیو خوځښتونو څارنې ته په اشارې سره په نیجر کښې د پوځي لاسوهنې لپاره د پاریس د پلان او د پروګرام خبر ورکړ.

د نیجر د پوځي شورا غړي ډګروال امادو عبدالرحمن پرون په یوې خبر پاڼه کښې چې ملي ټیلي ویژن خپره کړه وویل فرانسه هماغه راز په نیجر هیواد باندې د تیري لپاره د چمتووالي د نیولو په چوکاټ کښې د اکواس په ځینو هیوادونو کښې چې د افریقا د لویدیځ د هیوادونو د اقتصادي ټولنې په ملګرتیا سره پلان شوی د خپلو ځواکونو دیره کولو ته دوام ورکوي.

په نیجر باندې د فرانسې او د اکواس د غړیو هیوادونو د پوځي حملې د احتمال په هکله د ګمانونو له زیاتیدا سره په یووخت په نیجر کښې یوې پوځي سرچینې په تیرې جمعې ورځې ویلي وو چې د بورکینافاسو هیواد د پوځ یوشمیر ډلې د ترهګرۍ ضد د عملیاتو د روزنې لپاره نیجر ته ورغلي دي.

له دې مخکې مالي او بورکینافاسو هیوادونو ټینګار کړی و په نیجر باندې د پوځي حملې په بڼه کښې به د نیجر پوځي ملاتړ وکړي.