چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138718-چین_د_افغانستان_په_کورنیو_چارو_کې_لاسوهنه_نه_کوي
د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر «ژیوچینک» د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په تعرفي ناسته کې ویلي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی او هیله یې ښودلې چې د تعامل په برخه کې نورې لاسته راوړنې هم ولري.
(last modified 2023-09-18T05:46:40+00:00 )
Sep 18, 2023 10:14 Asia/Kabul
  • چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر «ژیوچینک» د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په تعرفي ناسته کې ویلي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی او هیله یې ښودلې چې د تعامل په برخه کې نورې لاسته راوړنې هم ولري.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، هغه زیاته کړې چې هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ، معتقداتو او کلتور ته درناوی لري او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه نه کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم ویلي چې چین د افغانستان ښه ګاونډی دی او افغانان یې په ښه نیت باوري کړي دي.

تر دې وړاندې د چین نوي سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره هم تعرفي لیدنې کړې دي.