اقتصادي پروژو کې د افغانستان شاملولو لپاره په ګډه کار کوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138872-اقتصادي_پروژو_کې_د_افغانستان_شاملولو_لپاره_په_ګډه_کار_کوو
د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان لپاره د چين له سفير جاو‌ شينګ سره په کتنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د واحد چین ملاتړ کوي، د چين يو کمربند – يوه لار پروژه تاييدوي او افغانستان هڅه کوي د مختلفو دهليزونو له لارې له دې پروژې سره وصل شي.
(last modified 2023-09-22T05:47:42+00:00 )
Sep 22, 2023 10:14 Asia/Kabul
  • اقتصادي پروژو کې د افغانستان شاملولو لپاره په ګډه کار کوو

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان لپاره د چين له سفير جاو‌ شينګ سره په کتنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د واحد چین ملاتړ کوي، د چين يو کمربند – يوه لار پروژه تاييدوي او افغانستان هڅه کوي د مختلفو دهليزونو له لارې له دې پروژې سره وصل شي.

د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چين سفير جاو شينګ په دغه کتنه کې ویلي چې د چين تاريخي او ښې اړيکې به دوام کوي او د سرپرست حکومت تر حاکميت وروسته افغانستان په ټولو برخو کې ښه پر مخ روان دی.

د چين سفير همدارنګه په افغانستان کې د سرتاسري امنيت ستاينه کړې او زياته کړې ده، چې د متقابل احترام او نه مداخلې پاليسۍ پر اساس، له سرپرست حکومت سره په مختلفو برخو کې همکاري کوي.

د چين سفير سرپرست حکومت ته له خپل لوري د هر ډول همکاريو د ډاډ ترڅنګ ویلي، چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات پلويان دي او په لويو اقتصادي پروژو کې د افغانستان د شاملولو لپاره په ګډه او مشوره کار کوي.