د پولڼد لومړي وزیر د اوکراین ولسمشر ته خبرداری ورکړ
د پولنډ لومړي وزیر د اوکراین ولسمشر زلنسکې ته خبرداری ورکړ چي د پولنډ له سپکاوی څخه ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې د اوکراین ولسمشر زلنسکي په پولڼد باندې سختې نیوکې کړي وې.
د پولنډ لومړي وزیر موراویتسکي د اوکراین د ولسمشر د خبرو په غبرګون کې وویل: د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې مو یو ځلې د پولنډ سپکاوی کړ، خو دا کار هیڅکله مه تکراروئ.
اروپایي اتحادیې په دې وروستیو کې له اوکراین سره د مرستې لپاره، د دې هیواد د غلاتو د وارداتو زمینه برابره کړې ده، چي د امله یې د اروپایي هیوادونو اکثره کرونده ګر له مالي زیانونو سره لاس په ګرېوان شوي دي،
پولنډ د اروپایي اتحادیې دغه پرېکړه ناسمه بللې ده او د پولنډي کروندګرو د ملاتړ لپاره یې د اوکراین د غلاتو په وارداتو باندې بندیز لګولی دی.
د پولنډ ولسمشر اندري دودا د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي چي اوکراین د یوه داسي کس په شان دی چي د غرقېدو په حال کې دی، او له ځان سره خپل مرسته کوونکي هم غرقوي.