د ملګروملتوعمومی اسمبلۍاو ایران د عمومي ډيپلوماسۍلپاره یو فرصت
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138954-د_ملګروملتوعمومی_اسمبلۍاو_ایران_د_عمومي_ډيپلوماسۍلپاره_یو_فرصت
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر او خارجه وزیر په نیویارک کې له ډيپلوماټيکو لیدو کتو څخه  په نړۍ کې د سولې او خبرواترو  ملاتړ لپاره د یوه فرصت او ټریبیون په توګه  استفاده کړې ده . د مصر له خارجه وزیر سامح شکری سره د امیر عبداللهیان لیده کاته  چې په یوه دوستانه چاپیریال کې شوي دي په همدې لړ کې د تحلیل وړ  دي.
(last modified 2023-09-24T20:40:29+00:00 )
Sep 24, 2023 10:58 Asia/Kabul
  • د ملګروملتوعمومی اسمبلۍاو ایران د عمومي ډيپلوماسۍلپاره یو فرصت

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر او خارجه وزیر په نیویارک کې له ډيپلوماټيکو لیدو کتو څخه  په نړۍ کې د سولې او خبرواترو  ملاتړ لپاره د یوه فرصت او ټریبیون په توګه  استفاده کړې ده . د مصر له خارجه وزیر سامح شکری سره د امیر عبداللهیان لیده کاته  چې په یوه دوستانه چاپیریال کې شوي دي په همدې لړ کې د تحلیل وړ  دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د ملګروملتو دعمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډې کې د مختلفو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره له لیدو کتوڅخه د  عمومي ډيپلوماسۍ د پرمخ بیولو لپاره  دیوه فرصت په توګه استفاده کړې ده.

د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ اته اویایمه کلنۍ ناسته په نیویارک کې  روانه ده.د ایران د اسلامی جمهوریت   خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې هماغه راز په نیویارک کې دی ،  د هیوادونو او مختلفو اورګانونو له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کوي.دا د ملګروملتو دعمومي اسمبلۍ د کلنۍ غونډې یو خاصیّت دی چې ډيپلوماټيکو لیدوکتوفرصت برابروي. په حقیقت کې د ملګروملتو له جوړښتي تاوانونو سره سره،دعمومي اسمبلۍ ناسته یو داسې ټریبیون دی چې د مختلفو هیوادونو مشران، خارجه وزیران او لوړپوړي چارواکي  په آزادۍ سره  د نړیوالو موضوعګانو به باب له خپلو همڅنګو سره د خپل هیواد کړچار او دریځونه  بیان کړي.

د ایران اسلامی جمهوریت یو هغه هیواد دی چې په تیره بیا  امریکا او ځیني اروپائي هیوادونه ئې څیره د امنیتي جوړونې  او  ددغه سوله غواړي هیواد د یو  نامناسب حیثیّت  دبریښولو لپاره  فعالانه عمل کوي، یوه داسې موضوع چې د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  هم  ورته پخپلې وینا کې اشاره کړې ده .ابراهیم ریسی او امیر عبداللهیان  هڅه کړې ده، د ایران دمنزوي کونکی بهیر د  ناکامولو او ددغه سیاست د شنډولو لپاره په نیویارک  کې  له ډيپلوماټيکو لیدو کتو څخه  استفاده وکړي.

Image Caption

 

پر دې سربیره ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر او خارجه وزیر په نیویارک کې له ډيپلوماټيکو لیدو کتو څخه  په نړۍ کې د سولې او خبرواترو  ملاتړ لپاره د یوه فرصت او ټریبیون په توګه  استفاده کړې ده . د مصر له خارجه وزیر سامح شکری سره د امیر عبداللهیان لیده کاته  چې په یوه دوستانه چاپیریال کې شوي دي په همدې لړ کې د تحلیل وړ  دي.

همداراز هغه لیده کاتۀ چې په نیویارک کې له علمي ټولنو او رسندویو سره ترسره کیږي،د هیواد دحقیقي څیرې د وړاندې کولو یا زمینه جوړونې  فرصتونه برابروي. شناندي ،استاذان او غوره شخصیّتونه  په مستقیم ډول د رهبرانو او واکوالانو له لیدتوګو سره بلدیدلی شي.

د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  د ینویارک په سفر کې څو علمي  اورسندوئي غونډې ترسره کړې او د ایران د دیارلسم حکومت بهرنی سیاست ئې بیان کړ.  دولسمشر او خارجه وزیر د نظرڅرګندونو اصلی چورلیز  دا ؤ چې  ایران دخبرواترو او مذاکراتو هرکلی کوي،  ایران نړیواله سوله غواړي، ایران  دمیرمنو دحقوقو دفاع  کوي، ایران ، دلاکمزورو هیوادونو دګټو او حقوقو  تامینیدل غواړي او  له ترهه ګرۍ او تاؤتریخوالي سره پر جدي مبارزې ټینګار هم کوي.په عین حال کې  ایران  له ګاونډيو هیوادونو سره  داړیکو د پراختیا هرکلی هم کوي.

پر دې اساس ویل کیدلی شي چې  د ایران اسلامی جمهوریت د ځینو هغو هیوادونو په خلاف چې  دملګروملتو  دعمومي اسمبلۍ له غونډې څخه د نفرت خورونې  او دنورو د ګواښلو لپاره  استفاده کوي،تل ئې د سولې  پر چورلیز او  او دنړۍ له کړیدلو او مظلومانو څخه پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

که څه هم ملګري ملتونه د امریکا  سیاستونو ته ګروهمن  او د لویدیځ  تر نفوذ لاندې دي ، خو دعمومي اسمبلۍ له ناستې  او ترڅنګ ئې سره لیدو کتو څخه د هیواد د  عمومي ډيپلوماسۍ د پرمخ بیولو لپاهر  استفاده کیدلری شي. هغه دا چې د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر  له امریکائی رسندویو سره په خبري غونډو کې  د ډيرو موضوعګانو په باب د ایران د  اسلامی جموهوریت دریځونه  په شفاف ډول بیان کړل.

 

Image Caption