مالیزیا د افغانستان د طالبانو په سیاستونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138964-مالیزیا_د_افغانستان_د_طالبانو_په_سیاستونو_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د افغانستان په طالبانو غږ وکړ چې د هیواد د ښځو او د انجلیو پرضد د محدودیت سیاستونه لغو کړي.
(last modified 2023-09-24T20:35:43+00:00 )
Sep 25, 2023 00:55 Asia/Kabul
  • مالیزیا د افغانستان د طالبانو په سیاستونو نیوکه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د افغانستان په طالبانو غږ وکړ چې د هیواد د ښځو او د انجلیو پرضد د محدودیت سیاستونه لغو کړي.

هغه وویل په افغانستان کښې د انجلیو او د ښځو د زده کړې له حق څخه انکار کول د اسلامي تعلیماتو خلاف ورزۍ ده.

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم په دې خبرې سره چې د طالبانو حکومت باید د افغانستان د ښځو او د انجلیو پرضد د محدودیت سیاستونه پاې ته ورسوي په دغه هیواد کښې په بشري حالت اندیښنه څرګنده کړه.

هغه وویل په افغانستان کښې انساني کړکیچ په تیره د پرله پسې درې کلنۍ وچکالۍ په دلیل چې د غنمو په ترلاسه کولو کښې د کروندګرو وس یې کمزوری کړی دی زیات شوی دی.

انور ابراهیم وویل مالیزیا د افغانستان له خلکو سره اړیکو ته ژمن دی او دغه اړیکې به د بشر دوستانه مرستو د دوام له لارې ادامه ولري.