په امریکا کې د کیوبا پر سفارت ترهګریز برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139002-په_امریکا_کې_د_کیوبا_پر_سفارت_ترهګریز_برید_شوی
د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا په متحدو ایالتونو کې د دغه هیواد پر سفارت د تروریستي برید د ترسره کېدو خبر ورکړی.
(last modified 2023-09-25T06:26:18+00:00 )
Sep 25, 2023 10:48 Asia/Kabul
  • په امریکا کې د کیوبا پر سفارت ترهګریز برید شوی

د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا په متحدو ایالتونو کې د دغه هیواد پر سفارت د تروریستي برید د ترسره کېدو خبر ورکړی.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا په متحدو ایالتونو کې د دغه هیواد پر سفارت د تروریستي برید د ترسره کېدو خبر ورکړی.

د ایرنا د خبر له مخې، د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ یوه نامعلوم کس په واشنګټن کې د دغه هیواد پر سفارت دوه لاسي بمونه غورځولي.

نوموړي پخپل ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي:په دغه ترهګریز برید کې د سفارت کارکوونکو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

رودریګز په ډاګه کړې، چې دا د ۲۰۲۰ کال له اپریل راهیسې په واشنګټن کې د کیوبا پر دیپلوماتیکو دفترونو دویم تاوتریخجن برید دی، هغه وايي، هغه مهال یو کس په سفارت ډزې کړې وې.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د کیوبا مخالفې ډلې د معافیت د احساس له امله ترهګرۍ ته مخه کوي او په دې اړه هاوانان په وار وار د امریکې چارواکو ته خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې د وینزویلا او بولیویا د بهرنیو چارو د وزارتونو چارواکو د کیوبا له خلکو سره د پیوستون په څرګندولو سره دغه ترهګریزه حمله غندلې او دا یې  د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا په خلاف یې یوه هڅه وبلله.

 کیوبا د امریکا د بندیزونو په لیست کې دی؛ د هاوانا په وړاندې د واشنګټن بندیزونه په تاریخ کې تر ټولو اوږد بندیز دی چې د ملګرو ملتونو لخوا پنځلس ځله غندل شوي.