ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139068-ورځپاڼو_ته_کتنه
له معمول سره سم لومړی به د ایران بیا به د افغانستان  او که وخت شو نو د ځینو بهرنیو ورځپانو مطالبو ته هم یوه کتنه وکړو.
(last modified 2023-09-26T06:56:06+00:00 )
Sep 26, 2023 11:24 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

له معمول سره سم لومړی به د ایران بیا به د افغانستان  او که وخت شو نو د ځینو بهرنیو ورځپانو مطالبو ته هم یوه کتنه وکړو.

ورځپاڼو ته د کتنې له پروګرام سره مو په خدمت کې یو د تهران چاپ د ورځپاڼو په سر کې لومړی راځو ابرار ورځپاڼې ته چي د امریکې له سي ان ان خبري چېنل سره د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي مرکې ته یې انعکاس ورکړی دی.

ابرابر د ولسمشر رئیسي په حواله  لیکلي دي چي ایران ایټمې وسلو ته ضرورت نه لري.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د ایران ولسمشر ویلي دي چي تل یې د ایران د ولس د اصولي دریځونو په هکله یې رسنیو ته وضاحت ورکړی دی خو امریکایان نه پرېږدي چي د ایران خبره د خلګو تر ږغونو پورې ورسیږي او باید له امریکایي چارواکو څخه پوښتنه وشي چي ولي یې په رسنیو باندې بندیزونه لګولي دي.

هغه همدارنګه د ایران او امریکا تر مینځ د بندیانو تبادلې ته هم اشاره کړې ده او ویلي چي ایران دا کار یې د بشردوستانه اهدافو له مخې تر سره کړی دی، د هغه په وېنا په ایران کې د امریکایي بندیانو جرمونه ثابت شوي وه خو امریکا کې نیول شوي ایرانیان پرته له کوم جرم څخه نیول شوي وه.

ورځپاڼه همدارنګه د ایران له لورې د ایټمې نړیوال اژانس د ځینو پلټونکو د فعالیت د جواز د ختمېدو په هکله د ایران ولسمشر وضاحت ته انعکاس ورکړی دی.

د ایران ولسمشر ویلي چي تهران د ایټمې سایټونو د پلټنې لپاره لاهم د ایټمې نړیوال اژانس سره همکاریو ته دوام ورکوي خو نور د جرمني، انګلیس او فرانسې په پلټونکو باور نه لري ځکه چي د ایټمې انرژیو نړیوال اژانس د سیاسي اغراضو لپاره په ایران باندې د فشارونو د راوستلو په لټه کې دی.

جمهوری اسلامی

د تهران چاپ دغې ورځپاڼې بیا په روسیې باندې د ارمنستان د لومړي د توندو نیوکو په هکله لیکنه کړې ده، د ارمنستان لومړي وزیر په روسیې باندې په سختو نیوکو سره ویلي چي له مسکو سره د دې هیواد امنیتي تړون خوشي دی حال دا چي اذربایجان د ترکیې په ملاتړ غواړي د ارمنستان او ایران تر مینځ جغرافیایي پولو کې بدلونونه راولي. د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان اعلان کړی دی چي دغه هیواد نور له روسیې د امنیتي اړیکو د دوام لپاره کوم دلیل نه ویني ځکه چي د قره باغ او اذربایجان سره په مقابله کې له ارمنستان څخه د ملاتړ لپاره د روسیې سیاستونه ناکارنده او ناکامه دي.

کیهان

د تهران چاپ دغې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د اوکراین د جګړې په هکله یې یوه راپور خپور کړی دی او د اوکراین د ولمسشر د مخکنی سلاکار په حواله یې لیکلي چي له روسیې سره د اوکراین جګړه ممکنه ده تر ۱۰ کلونو پورې دوام وکړي. 

ورځپاڼه زیاتوي چي د جګړې له پیله ۱۹ میاشتې تیري شوي دي او په سلګونو زره کسان هم وژل شوي خو لاهم د جګړې په دواړو لورو کې د بسنې کومه نښه نه لیدل کیږي.

کیهان لیکي چي د امریکا ګټې د اوکراین او روسیې تر مینځ د جنګ په اوږډېدو کې او د روسیې په کمزورې کولو کې نغښتې دي حال دا چي که د اوکراین ټول ولس هم په کښې تباه شي بیا هم امریکا پروا نه کوي.

ورځپاڼه د اوکراین د جنګ اوږدېدو ، او د غربیانو لپاره د هغه  درانه مالي او اقتصادي لګښتونو ته په اشارې سره دا نتیجه اخلي چي غربي هیوادونه به له دغو لګښتونو ستړي او ستومانه شي او د اوکراین له ملاتړ څخه به لاس واخلي.

ورځپاڼه په یو بل مطلب کې بیا لیکي چي په سعودي عربستان کې د ښوونځی یوې ښځینه زده کوونکې چي ۱۷ کلنه ده د سعودي په چارواکو باندې د نیوکو د امله نیول شوې ده، د هغې جرم دا دی چي د سعودي د نظام په خلاف یې خبرې کړې دي.

د سعودي محکمه هم د ۱۸ کاله قید سزایې ورته ټاکلې ده.

همدارنګه یوه بله ښوونکې هم چي په خپل ټوییټر اکاونټ کې د سعودي د چارواکو ضد یوه پوسټ خپور کړی وو، او یوازې یې ۹ فالووران درلوده، د محکمې له لورې په اعدام محکومه شوه.

عزیزانو اوس به هم راشو د کابل مطبوعاتو ته  خو یادونه کوو چي د کابل مطبوعاتو مونږ د هغوی له انلاین ویب پاڼو څخه راخلو او تاسو ته وړاندې کوو.

د کابل د مطبوعاتو په سر کې به د مسیر ورځپاڼې ته  یوه کتنه وکړو.

ټاکل شوې نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته ترسره شي. په دې ناسته کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې د دفتر رییسه سیما بحوث او د مدني ټولنې یو فعال ګډون وکړي. ویل کېږي په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقوقو، زده کړو او کار باندې بحثونه وشي. دغه راز به د دې غونډې د غړو هېوادونو البانیا، برازیل، ایکواډور، فرانسې، ګابون، جاپان، مالټا، سویس، متحده عربي امارات، بریتانیا او امریکا به یوه لاسلیک شوې ګډه اعلامیه هم خپروي.

کلید انلاین خپرونه

دغه خپرونه لیکي: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه په مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې ناسته کې به امیرخان متقي د افغانستان د وضعیت په اړه د غونډې ګډونوالو ته وضاحت ورکړي او د سیمه‌ییز اتصال، همغږۍ او اقتصادي راکړې ورکړې د پیاوړتیا په اړه به خبرې وشي.

د نوموړي په خبره، افغان پلاوی به هڅه وکړي چې د ګاونډیو هېوادونو همکاري راجلب کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان ستونزې د بحث اصلي اجنډا وي.

د مسکو فارمت غونډه په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په هدف رامنځته شوه.

په دې ناسته کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

بهرني ورځپاڼې

ډیپلومات مجلې تردې سرلیک لاندې چې ازبکستان ښایي داعش په وړاندې مبارزه کې د امریکا کلۍ وي، د یوې لیکنې په پیل کې لیکي: تاشکند واشنګټن ته په سیمه کې د داعش د خراسان څانګې د زیاتیدونکي نفوذ په وړاندې مبارزه کې له طالبانو سره د یوه غیرمستقیم تعامل کړکۍ پرانیستې ده.

 

ډیپلومات لیکي، له طالبانو سره د ازبکستان نږدې اړیکي تاشکند د واشنګټن لپاره د داعش د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په منځ کې پریوه ضروري شریک بدلوي او زیاتوي سره له دې چې د متحده ایالاتو پالیسي جوړونکي په افغانستان کې د داعش د خراسان ولایت د فعالیت د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګندوي او ترډیره بریده نه غواړي چې له دې هیواده په ۲۰۲۱ کال کې له وتلو وروسته بیا په پوځی توګه ښکیل شي، له تاشکند سره د خپل اوږدمهاله شراکت په کارولو سره کولی شي د سیمه ایزو اندیښنو د حل لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.

یورایشیا خپرونه په افغانستان کې د سولې د ګټوپه اړه په یوه مطلب کې لیکي، افغانستان چې د لسیزو جګړو، بې ثباتۍ او ناکراریو ځپلی نه یوازې یې پر خپلو خلکو؛ بلکې د پاکستان په څېر ګاونډیو هېوادونو باندې هم ژورې اغیزې پرېښې دي.

د خپرونې په لیکنه، په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګیدل د سیمه ییزثبات، اقتصادي پرمختګ او نړیوال امنیت لپاره ډیرمهم دی.

یورایشیا ریویو لیکي په افغانستان کې سوله به د پاکستان لپاره نوې اقتصادي لارې پرانیزي. دواړه هیوادونه اوږده پوله لري او باثباته شرایط به د سوداګرۍ اوترانزیت زیاتوالی اسانه کړي.

خو د لیکوال په باور، د دې لپاره چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیاده او زیاتوي په دې هیواد کې د سولې د ټینګیدو ګټې د دې هیواد له پولو اوړي. یو باثباته اوسوله ییز افغانستان د سیمې له پرمختګ، امنیت او همکارۍ سره مرسته کوي او نړۍ باید له رامنځ ته شوي فرصت څخه په استفادې یوې روښانه راتلونکې ته په رسیدو کې د افغانستان ملاتړ وکړي.