د وحدت اونۍ د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالی بیلګه ده
د ګانا افریایقائي هیواد د اهل سنت یو لوی دیني عالم ووئيل، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي په رهبرۍ اسلامی وحدت د ستاینې وړ دی او د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالی بیلګه دی.
د ګانا افریقائي هیواد د اسلامی غورځنګ رهبر او د اهل سنت یو مشهور عالم محمد کاشیف اسرارپه آکرا کې د ایران پریس خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې د مسلمانانو په ضد مختلفو دسیسو ته په پام سره داسلامی وحدت او یووالی داهمیّت په باب ددې خبرې په کولو سره روښانه کړه، مسلمانان باید په قرآن کریم کې د مشترکو موخو په چوکاټ کې ملګرتیا وکړي.
په ګانا هیواد کې د اهل سنت دغه لوی دینی عالم زیاته کړې ده ، مسلمانان په اتحاد اویووالي سریه قدرتمند اوپیاوړي کیږي او په دغه شان شرائطو کې له دښمنانو سره د مبارزې کلک توان لري.
محمد کاشیف اسرار ووئيل، مسلمانان د اسلام د ګران پیغمبر، قرآن کریم او واحدې قبلې په شان مشترکات لري او دغه مشترکات د یووالي او پيوند دپیاوړتیا لپاره کافی دي او مسلمانان له کومې فرقې او مذهب ورآخوا باید یوواحد اویو موټی امت شي.
د اهل تسنن دغه دیني عالم همداراز په ځينو اروپائي هیوادونو کې د قرآن کریم بیا بیا سپکاویو ته په اشارې سریه ووئيل، اسلامی وحدت د قرآن کریم دسپکاویو د مخنیوی په موخې سریه په نړیوال ډګر کې د قانوني تعقیبونې لپاره مهم رول لري. نن سبا اسلام په لویدیځ کې له سترې دښمنۍ سره مخامخ دی ، قرآن سوځول او د مسلمانانو ددغه آسماني کتاب بې حرمتي ، دجوماتونو ورانول او د پیغمبر اکرم په شان کې ګستاخي ددغو دښمنیو مثالونه دي.