ناټو تړون یوه سرطاني دانه ده
Oct 01, 2023 13:15 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی شمالي کوریا ، ناټو د سرطاني دانۍ په شان د نړیوال نظم لپاره یو ګواښ وباله.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «ایم چون ایل» په یوې بیانیې کښې وویل ناټو پوځي تړون په اوکراین کښې د حالاتو په خرابولو سره د داسې کینسر دانې په شان دی چې نړیوال نظم او د ملګروملتونو د منشور اصولو ته ګواښ کوي.
هغه وویل د امریکا د جاپان او د جنوبي کوریا ترمینځ پوځي ائتلاف د شمالي کوریا او د هغې د ګاونډیو هیوادونو پرضد د دښمانانه نیتونو ښودنه کوي.
د شمالي کوریا د خارجه وزیر مرستیال ایم چون ایل وویل د امریکا په مشرۍ ائتلافونه لا پسې خطرناک شوي دي او د دوې یرغلګر او برترۍ غوښتنې ماهیت د هیوادونو امنیت او واکمنۍ ته ګواښ کوي.
ټیګونه