Oct 03, 2023 05:44 Asia/Kabul
  • د ربیع الاول ۱۷مه، د اسلام د ګران پیغمبر(ص) او د امام جعفر صادق(ع) د زوکړې کلیزه دې ټولو ته مبارک وي

نن (سه شنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۱۷مه نېټه، د حضرت محمد مصطفی (ص) او د نړۍ د اهل تشیع د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق (ع) د نېکمرغه او بابرکته زوکړې ورځ ده.

د اسلامي ایران د مختلفو سیمو خلک، شیعه او سني، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې په شپه، په بیرغونو او رنګارنګ څراغونو سره د جوماتونو، کورونو، کوڅو او دوکانونو په سینګارولو سره، د وروستي الهي پېغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د نېکمرغه زوکړې کليزه نمانځي.

د پېغمبراکرم (ص) د زوکړې په نمانځلو کې د ایران د شیعه او سني مسلمانانو ګډون، د اسلامي امت د خواخوږۍ او پیوستون ښودنه کوي.

اهل سنت د ربیع الاول ۱۲مه او اهل تشیع د همدې میاشتې ۱۷مه نېټه، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د زوکړې ورځ ګڼي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ستر بنسټ ايښودونکی حضرت امام خميني(ره)، چې خپله د اسلامي نړۍ د يووالي له منادیانو څخه وو، له دغې موضوع څخه د اسلامي ډلو د يووالي او يو بل ته د نږدې کولو لپاره استفاده وکړه او د دغو دوو تاريخونو ترمنځ واټن (د ربیع الاول له 12مې څخه تر 17مې نېټې پورې) یې د "یووالي اونۍ" په نوم و نوموله.

ټیګونه