Oct 04, 2023 11:27 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان یو مشهور عالمِ دین «عبدالرئوف توانا» د اسلامي امت د ملګرتیا زیاتیدل او د یووالي پياوړتیا د اسلامي هیوادونو د دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاره ترټولو غوره لاره وبلله.

عبدالرئوف توانا په تهران کښې د اسلامي وحدت په کانفرنس کښې د ګډونوالو سلګونو عالمانو او پوهانو په ټولو کښې، د یوکرین په مسئله کښې د ختیځ او لویدیځ د مقابلې او د نوي نړیوال جنګ خطر ته په اشارې سره، اسلامي امت د «نه شرقي، نه غربي» درځ غوره کولو ته وباله او ټینګار یې وکړ: اسلامي امت ته پکار دي چې د وحدت او یوزړه توب په زیاتولو سره په دې تاریخې ازمیښت کښې یو عزتمنده دریځ ولري ترڅو د دې ګواښونو په وړاندې بریالی شي.

ښاغلي توانا د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان ترمینځ د تازه خبرواترو او تعامل په هرکلي سره وویل: په عین حال کښې د قدس د مسئلې په لړ کښې چې زمونږ سره کرښه ده، د سعودي مسئولانو لپاره دا پيغام لرو چې په رسمیت د صهیونیسټي رژیم د پيژندو په لور لاړ نه شي.

د دغه دیني عالم په وینا، ننني حالات د ورورولۍ او همدلۍ حالات دي او ټول اسلامي امت ته پکار دي چې له قوم، مذهب او سیمې په تیریدو سره، په یو چورلیز راغونډ شي ځکه چې د دښمن دسیسه دا ده چې ستر اسلامي هیوادونه په وړو قومي او ژبنیو هیوادونو وویشي.

له ټولې نړۍ څخه د سترو مسلمان عالمانو او پوهانو په شتون سره د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس پرون سه شنبه پاې ته ورسیده. په دغه کانفرنس کښې په اول ځل د افغانستان د طالبانو یو څلور کسیز پلاوي ګډون وکړ.

 

ټیګونه