د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په مادو کې هرډول بیان کتنه غیر قانونی ده
د روسیې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په مادو کې د بیا کتنې لپاره د لویدیځ فیصله غیر قانوني ده او هیڅ رواوالی نه لري.
ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ، دروسیې خارجه وزارت بیګا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اجرا په اته کلنې مودې کې دخپلو ژمنو په اجرا نه کولو مشتمل د اروپائي اتحادئې د شورا د فیصلې په غبرګون کې روښانه کړې ده ، امنیت شورا فیصلې باید په مکتوبو سندونو او هغو ځانګړنو سره چې په سر ئې موافقې شوي دي په سخته اجرا شي او د ملګروملتو د امنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه لریک کې د بیا کتنې او اصلاحاتو د راوستو لپاره د لویدیځي هیوادونو فرصت غواړي فیصله غیر قانوني او خرابونکي ده .
له دې مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني هم د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې داجرا په اته کلن پړاؤ کط د خپلو ژمنو د نه اجراکولو په باب د اروپائي اتحادئې د شورا فیصله د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک او نړیوالې ایټمي موافقې د درو غړو اروپائي هیوادونو او د اتحادئې له ناوړه نیّت سره یو ځ اي یو عمل او د ژمنتیاؤ جوته خلاف ورزي بللې او په سخته ئې محکومه کړې ده .
نن چارشنبه داکتوبر په اتلسمه نیټه د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک دمادو په اساس د ایران د بالسټيک توغندیو سره اړونده فعالیتونو په باب دملګروملتو محدودیّتونه ختمیږي.