ورځپاڼو ته کتنه
(last modified Tue, 24 Oct 2023 07:26:15 GMT )
Oct 24, 2023 11:56 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو، دوستانو نن هم د تهران چاپ ورځپاڼو سره لیکنه پیلوو او ورپسې به ځینې بهرنۍ ورځپاڼې هم راواخلو

په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې د امام حسن عسکري علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې مبارکي یې ویلې او په خپل وړومبي سرټکي کښې یې د ایران د اوبو د صنعت د ویاند له خولې لیکلي دي: د هیرمند د اوبو له حق څخه مو هیڅ نه دي ترلاسه کړې.

په خبر کښې د اویو د صنعت د ویاند عیسی بزرګ زاده له قوله لولو: د اوبو له روان کال څخه یوه میاشت تیره شوه او تراسه د هیرمند له حقابه څخه هیڅ نه دې رارسیدلې.

هغه وویل چې له افغانستان سره د ایران د سیستان او بلوچستان په سرحدي سیمو کښې د اوبو ډنډونه په وچیدو دي او د اوبو په ذخایرو کښې یې د تیر کال په پرتله ۶۹ فیصده کموالی راغلی دی او د ډکیدو اندازه یې یوازې ۳ فیصده ده.

هغه وویل چې د سپوږمکیزو تصویرونو په لیدو سره تاییدیږي چې ایران ته د دې کمه اندازه اوبو د راتګ یوازنۍ وجه، د هلمند سیند د اوبو د لارې بندول دي.

هغه وویل چې د ایران د حکومتي چارواکو له خوا بیابیا خبرداریو او تعقیبونو تراوسه هیڅ ګټه نه ده کړې او د سیستان و بلوچستان ولایت خلک لاهم د خپلو اوبو له حقه بې برخې دي.

د دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې لولو چې په هرات کښې یو شیعه عالم وژل شوی دی.

په خبر کښې د دغه عالم د انځور ترڅنګ راغلي چې د هرات د علماؤ شورا یو غړی شیعه عالم حجت الاسلام اعتمادي، د خپل کور مخې ته چلماري کړی شو.

هغه د هرات ولایت د خاشرود کلي د جومات ملا امام او ډیر د احترام وړ کس و چې نامعلومو وسله والو يې په کور حمله وکړه او په ډیر بوږنونکي ډول یې ووژه.

جمهوري اسلامي په یو بل سرټکي کښې لیکلي دي: د غزې د شهیدانو شمیر له ۵۰۰۰ تنو واوړیده.

د غزې د روغتیا وزارت د اعلان له مخې، ۱۵۰۰ کسان بې درکه شوي دي. دا هغه کسان دي چې تر کنډولو لاندې ګیر دي او ۸۳۰ په کښې ماشومان دي.

همدې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د یوې اسرائیلي ښځې حیرانونکې خبرې راخیستې دي چې وايي: هر څه چې تراوسه یې مونږ ته ویلي، دروغ دي، فلسطینیان په حقه دي.

*/*/*/*

اوس له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼه راخلو او نیغ یې د بهرنیو خبرونو برخې ته ورځو. په یو سرټکي کښې یې لیکلي دي: د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان ستر عملیات.

خبر زیاتوي چې په پاکستان کښې ځايي سرچینو ویلي دي: له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو د ایستلو د پراخو او سترو عملیاتو په دوام کښې د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو کور په کور لټون او تلاشۍ شروع کړې دي او د شپې مهال په کورونو ورننوځي او زنداني کوي یې.

پاکستان خبري سرچینو وویل چې د افغان کډوالو خلاف د اسلام آباد د نویو سیاستونو له غوره کولو سره هممهاله ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې له دغه هیواده د ناقانونه کډوالو د وتلو لپاره د یو میاشتني مهلت له ټاکل کیدو وروسته ۶۰ زره افغانستاني کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان غیرقانوني مهاجرو ته د تومبر تر اولې نیټې مهلت ورکړی چې له دغه هیواده ووځي.

«د اسرائیلو او یوکرین ترمینځ د امریکې له حکومته د وسلو د ترلاسه کولو سیالي» د کیهان د یو بل خبر عنوان دی چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په حواله یې لیکلي دي: ممکنه ده چې یوکرین او اسرائیل له امریکې څخه د پوځي مرستو د ترلاسه کولو په برخه کښې د یو بل په یو جدي سیال بدل شي.

له بلې خوا ډونلډ ټرمپ ویلي دي: بایډن یو بې کفایته مشر دی چې په هیڅ نه پوهیږي.

په خبر کښې لولو: د امریکې د ولسمشریزو انتخاباتو د تنور په ګرمیدو سره، په خپلو کښې د ډیموکراټ او ریپبلکن ګوندونو د مشهورو کاندیدانو ترمنیځ لفظي شخړې زور اخیستې دی. په دې منځومان کښې داسې ښکاري چې ټرمپ په بایډن باندې په حمله کښې له نورو سیالانو مخکښې دی او داسې ورځ نه وي چې بایډن ته د هغه د بې کفایتۍ، بې لیاقتۍ او خوبیالي توب یادونه ونه کړي.         

 */*/*/*/*/*

«موسم خراب و، لویدیځوالو پرې نښودو.... او داسې نورې خبرې، په غزې له حملې د تیښتې لپاره د اسرائیلانو پلمې»، د کیهان یو بل مهم سرټکی دی.

په دغه خبر کښې لولو چې په پریکنده توګه ادعا نه شو کولې چې په غزه کښې ځمکني عملیات کینسل شوي دي خو په یقین سره ویلې شو چې په غزه کښې د صهیونیسټانو ځمکني عملیات له جدي شکونو سره مخامخ شوي دي او دمګړۍ د صهیونیسټي رژیم پوځ غزې ته د ځمکنۍ ننوتنې لپاره پوره جرئت نه لري ځکه چې له هر شناندي ښه پوهیږي چې څه یې پ تمه دي.

اخوا په عراق او سوریې کښې د داعش او امریکې په مرکزونو باندې پراخې حملې شوې دي.

د خبر په تفصیل کښې راغلي دي: په داسې حال کښې چې د عراق له ترهګرۍ سهر د مبارزې د ادارې ویاند د روان میلادي کال له پیل څخه د داعش ترهګرې ډلې خلاف د دغه ارګان د عملیاتو پراختیا ته اشاره کړې ده. نن سبا اسلامي مقاومت هم  په سوریې او عراق کښې د امریکايي نیواکګرو خلاف پراخې توغندوي او ډرون حملې پيل کړې دي.

*/*/*/*/

اوس به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب درسره شریک کړو چې د افغانستان په اړه یې خپاره کړي دي.

په سر کښې واشنګټن پوسټ:

د امریکا د څار یوه اداره وایي، «طالبان د درغلو موسسو په وسیله له نړیوالو مرستو ګټه اخلي»، دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې مقالې سرلیک دی.

مقاله کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي د ادارې یا سیګار په حواله راغلي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر کورنیو او نړیوالو موسسو کنټرول ډېر کړی دی.

مقاله کې وړاندې راغلي چې طالبانو د موسسو ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړي او په تعلیمي سکتور کې یې د بهرنیو بنسټونو لاسونه لنډ کړي دي.

وړاندې د سیګار په حواله لیکل شوي چې طالبان له هغو تعلیمي پروګرامونو ګټه اخلي چې امریکا یې ملاتړ کوي.

دغه ګټه اخیستنه د مالیې د راټولولو په وسیله او دغه راز د سیګار په وینا د 'درغلو' موسسو د رامنځته کولو له لارې ترسره کېږي.

د یوې موسسې کارکوونکي چې مقاله کې یې نوم نه دی یاد شوی سیګار ته ویلي، د طالبانو چارواکي موسسې هڅوي چې د طالبانو ملاتړي استخدام کړي یا د طالبانو اړوند کمپنیو نه توکي وپېري.

د طالبانو ویاند په دې اړه د واشنګټن پوسټ پوښتنې نه دي ځواب کړي، خو تر دې وړاندې د دوی د حکومت د اقتصاد وزارت چې پر موسسو څارنه لري، دا ډول راپورونه رد کړي دي.

د سیګار د هغه راپور له مخې چې همدې میاشته کې خپور شو راغلي چې امریکا د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې له تعلیمي پروګرامونو سره د ۱۸۵ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.

ریلییف ویب:

ریلییف ویب خپرونې چې د ملګرو ملتونو اړوند لیکنې خپروي لیکلي چې اروپایي ټولنه د ښوونځیو نژدې دوه میلیونه افغان زده کوونکو سره د تغذو پيسو مرسته کوي.

خپرونې لیکلي، اروپایي ټولنه د خوړو نړیوال پروګرام ته د ۹ اعشاریه ۹ میلیون یورو نقدي مرسته برابروي.

وړاندې راغلي چې پر دغو پیسو په ننګرهار، نورستان، غور، فرا او جوزجان ولایتونو کې د دوو کلونو په ترڅ کې د ښونځیو نهه لکه هلکانو زده کونکو او اته نیم لکه نجونو زده کوونکو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره مقوي خواړه ورکول کېږي.

خپرونې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د شارژدافېرې رافایلا اودیس په حواله لیکلي: "په وږې خېټه زده کړې سختې دي" او په ښونځیو کې دغه ډول پروګرامونه د ماشومانو له روغتیا سره مرسته کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام له دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې اکثره ماشومان سهار په وږې خېټه ښونځي ته ځي او د دغه هېواد پنځلس میلیونه وګړي نه پوهېږي چې بل څاښت خواړه یې له کومې خوا برابرېږي.

*/*/*/*/