اروپائي اتحادئې د افغانستان له روغتیائي برخې سره مرستې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140522-اروپائي_اتحادئې_د_افغانستان_له_روغتیائي_برخې_سره_مرستې_کړي
باید له هغو کسانو سره دغه مرستې وشي، چې له نفسیاتي مشکلاتو او د نشه ایزو موادو له امله  له نفسیاتی مشکلاتو او ګډوډیو سره  لاس او ګریوان شوي دي، څو بیرته ټولنې ته ستانه شي
(last modified 2023-10-26T04:12:45+00:00 )
Oct 26, 2023 08:38 Asia/Kabul
  •  اروپائي اتحادئې د افغانستان له روغتیائي برخې سره مرستې کړي

باید له هغو کسانو سره دغه مرستې وشي، چې له نفسیاتي مشکلاتو او د نشه ایزو موادو له امله  له نفسیاتی مشکلاتو او ګډوډیو سره  لاس او ګریوان شوي دي، څو بیرته ټولنې ته ستانه شي

اروپائي اتحادئې په افغانستان کې د نشه ایزو موادو دمصرف له امله په  رامینځةشوو ترینګلتیاؤ باندې د غور په زمینې کې دخدماتو دوړاندې کول لپاره  د روغتیا له نړیوالې ادارې سره د مرستو خبر ورکړی دی .

د روغتیا نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې کې داروپائي اتحادئې له خوا د لس میلیون یوروئي  مرستو د ترلاسه کولو په تائيدولو سره وئيلي دي،چې دغه پیسې به  په افغانستان کې د نشه ایزو موادو د مصرف له امله په ګډوډیو او ترینګلتیاؤ باندې د غور  او نفسیاتي سلامتیا په زمینې کې  ولګوي.

په افغانستان کې د اروپائي اتحادئې  د نمایندګۍ سرپرست رافایلا اډیس ووئيل،  باید له هغو کسانو سره دغه مرستې وشي، چې له نفسیاتي مشکلاتو او د نشه ایزو موادو له امله  له نفسیاتی مشکلاتو او ګډوډیو سره  لاس او ګریوان شوي دي، څو بیرته ټولنې ته ستانه شي او په همدې دلیل  اروپائي اتحادئې  خپلې مرستې د روغتیائي چارو نړیوالې ادارې  او د ملګروملتو له نشه ایزو موادو او جرمونو سره د مبارزې  له دفتر سره زیاتې کړي دي.