د فلسطینیو ماشومانو اومیرمنو په عامې وژلې سره په سیمې کې حالات له کنټروله وځي
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزیر په وینا، دسیمې حالات تر چاودنې حده رسیدلي دي ، هره یوه پيښه ممکنه ده او هره یوه جبهه ممکنه ده پرانیستل شي او کتڼرولول به ئې ډير ګران شي.
د ایران داسلامي جمهوریت خارجه وزیر له بلومبرګ خبری چینل سره په خبرو کې ټينګار وکړ ، خبرداری ورکوم چې د ماشومانو او ښځو په عامې وژلې سره په سیمې کې حالات له کنټروله وځي او وخت به تیر وي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په نیویارک کې له بلومبرګ سره په خبرو کې ووظیل، امریکا نورو ته د زغم سپارښتنه کوي،خو بشپړ ډول د اسرائیلو پلوي کوي. که امریکا هغه څه ته چې تراوسه پورې شوي دي دوام ورکړي، نو د امریکا په ضد به نوي جبهې خلاصې شي.
د ایران خارجه وزیر همداراز ووئيل، په غزې د صهیونیسټي وحشي رژيم مځکني یرغفلونه به د اسرائيلو لپاره لا سپیرې پایلې ولري. هغه ووئيل، د نورو نوو جبهو پرانیسته به نه انکاریدونکي وي او اسرائيل به له دې هم په لابدتر ضعیّت سره لاس او ګریوان شي او پخپلو اقداماتو به پښیمانه شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزیر په وینا، دسیمې حالات تر چاودنې حده رسیدلي دي ، هره یوه پيښه ممکنه ده او هره یوه جبهه ممکنه ده پرانیستل شي او کتڼرولول به ئې ډير ګران شي.