ایټالیا: د اوکراین له جګړې ستړي شوي یو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140890-ایټالیا_د_اوکراین_له_جګړې_ستړي_شوي_یو
 د ایټالیا لومړۍ وزیرې په یوه ټیلیفوني خبرو کې په اوکراین کې د جګړې د دواړو غاړو د غچ اخیستنې د دوام په اړه تازه څرګندونې کړي.
(last modified 2023-11-02T09:34:04+00:00 )
Nov 02, 2023 13:48 Asia/Kabul
  • ایټالیا: د اوکراین له جګړې ستړي شوي یو

 د ایټالیا لومړۍ وزیرې په یوه ټیلیفوني خبرو کې په اوکراین کې د جګړې د دواړو غاړو د غچ اخیستنې د دوام په اړه تازه څرګندونې کړي.

 د ایټالیا لومړۍ وزیرې په یوه ټیلیفوني خبرو کې په اوکراین کې د جګړې د دواړو غاړو د غچ اخیستنې د دوام په اړه تازه څرګندونې کړي.

په اوکراین کې جګړه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوه چې د وسلو او مهماتو شرکتونه چې زیاتره یې امریکایي دي، له همدې امله  امریکا د جګړې له دوام څخه ډېره ګټه پورته کوي.

اوس چې یوولس میاشتې تیرې شوي او کییف ته په میلیاردونو ډالر وسلې او مالي مرستې ورکړل شوي دي، اروپايي هیوادونه د دې بهیر له دوام څخه ستړي شوي دي.

د ایټالیا لومړي وزیر جورجیا میلوني د تلیفوني خبرو په ترڅ کې د یوه نفوذي کس سره چې ځان یې د یو افریقایي هیواد مشر وباله، اعتراف وکړ چې ټولې خواوې د اوکراین له جګړې څخه ډیر ستړي دي او ټول له دغه وضعیت څخه د خلاصون لارې ګوري.

د ایسنا د خبر له مخې، د میلوني دفتر تایید کړه چې د ایټالیا لومړی وزیره اشتباه شوې وه او د سپټمبر په 18 یې د "دوو روسي کامیډیانو" سره تلیفوني خبرو کې یادې څرګندونې کړي.

د سلواکیا لومړي وزیر رابرټ فیتسو هم په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د جګړې تر پلمې لاندې اوکراین ته د سلواکیا د وسلو او پوځي تجهیزاتو د استولو مخه نیسي.

په داسې حال کې چې کییف ته د لا زیاتو مرستو مخالفت کوي، د سلواک لومړي وزیر اوکراین د نړۍ یو له فاسدو هیوادونو څخه بللی دی.