د صهیونیسټي دښمن له غبرګونه نه ویریږو
(last modified Mon, 20 Nov 2023 08:38:54 GMT )
Nov 20, 2023 13:08 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي دښمن له غبرګونه نه ویریږو

د یمن د انصار الله غورخنګ د سیاسي دفتر غړي وویل: د اسرائيلي کشتۍ نیولو ته د صهیونیسټي دښمن له غبرګونه بیخي نه ویریږو.

د ایرنا د خبر له مخې، د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي «محمد البخیتی» په یوه وینا کښې وویل: له صهیونیسټي دښمن څخه هیڅ ویره نه لرو خو که د غزې مرسته ونه کړو نو باید چې د خدای له عذابه وویریږو.

البخیتي د فلسطین له مقاومت څخه د یمني جنګیالیو د ملاتړ دوام ته په اشارې سره زیاته کړه: یا خو به په غزې باندې (د صهیونیسټي رژیم د پوځ) تیری پاې ته ورسي او یا به جنګ لا پراخ شي او مونږ نه پریږدو چې په غزه کښې مو وروڼه قتلِ عام شي.

پرون د یمن سمندري ځواکونو په سرې بحیرې کښې د اسرائيلو یوه کشتۍ ونیوله او هغه یې د خپل هیواد د حدیده بندر سواحلو ته منتقله کړه.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل: د یمن د وسله والو ځواکونو سمندري ځواکونه د ستر مشر (عبدالملک بدرالدین الحوثی) د حکمونو په اجرا او د دغه هیواد د پوځی تیریو په غبرګون کښې د يمن د ستر ملت او د امت د ټولو ازادو خلکو په غوښتنه او د فلسطيني ملت په وړاندې د ديني او انساني مسووليت په اساس، د سرې بحيرې په اوږدو کې پوځي عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې يې یوه اسراییلي کشتۍ ونیوله او د یمن ساحل ته یې بوتله.

یحیی سریع په دوام کښې زیاته کړه: د یمن وسله وال ځواکونه د صهیونیسټ دښمن ټولو بیړیو او هغو بیړیو ته چې له دغه رژیم سره اړیکې لري خبرداری ورکوي چې زمونږ د وسله والو ځواکونو مشروع هدف به وګرځی.