طوفان الاقصی د صهیونیسټي رژيم لپاره یوه حیثیتي ماتې وه
ولسمشر رئیسي: طوفان الاقصی عملیات د صهیونیسټي رژیم پوځي، امنیتي او استخباراتي ماتې وه.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې هغه څه چې د فلسطین او غزې خلکو او ځوانانو ترسره کړل د خپلو حقونو د روا دفاع په دوام کې وو، وویل: د طوفان الاقصی عملیاتو ماتې، د صهیونیسټي رژیم لپاره یوه حیثیتي ماتې وه.
د ایران ولسمشر پرون د چهارشنبې په ورځ په یوې بې مخینې غونډې کې د لبنان د المنار، د عراق د«الاتجاه»، د فلسطین د «فلسطین الیوم» او«الاقصی» او همداشان د یمن د «المسیره» چینل د خبریالانو د پوښتنې ځوابونه ورکړل.
په دغه مرکه کې چې په تهران کې د فلسطین د معاصرو هنرونو په موزیم کې وشوه، رئیسي د الاقصی طوفان د عملیاتو، د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او د امریکې د رول او همداشان د اسلامي مقاومت د ډلو د نوښتونو، د فلسطین د نړیوال ملاتړ او د غزې د جګړې د راتلونکي په هکله د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
دغه خبرې تېره شپه د قدس شریف پر وخت د شپې په ۲۱:۰۰ بجو (د تهران په وخت ۱۰:۳۰ بجې) په پورتنیو ۵ چینلونو کې خپرې شوې.
د ایران د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې، سید ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې د الاقصی طوفان عملیات د پراخوالي او د موضوع د اهمیت او د دښمن د ماتولو لپاره ډېر مهم وو، زیاته کړه: د صهیونیسټي رژیم دبدبه ماته شوه او طوفان الاقصی عملیاتو د دښمن ټول محاسبات لاهو کړل.
هغه زیاه کړه چې طوفان الاقصی عملیات د صهیونیسټي رژیم پوځي، امنیتي او استخباراتي ماتې وه.
د ایران ولسمشر د صهیونیسټي رژیم خلاف نړیواله کرکه او بیداري د فلسطیني شهیدانو د وینې په برکت وبلله او زیاته یې کړه: دا څه چې صهیونیسټي رژیم ترسره کړل، ویې وښودله چې د فلسطین د مقاومت پر وړاندې کمزوری شوی دی.