له افغانستانه سیمې ته لاهم نشهيي توکي قاچاق کېږي
د ټولیز امنیتي تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو په یوې ګډه خبرپاڼه کې له افغانستان څخه د مرکزي آسیا هېوادونو ته د نشهيي توکو د قاچاق دوام په اړه اندېښنه ښودلې.
د سلام وطندار د خبر له مخې، د یاد سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو غونډه « د لیندۍ په درېیمه» د بلاروس پلازمېنې مېنسک ښار کې جوړه شوې وه.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویبسایټ کې د یادې خبرپاڼې په یوې برخه کې ویل شوي: «موږ له افغانستانه د نشهيي توکو اړوند ننګونو له امله، متامفتامین، کوکایین، حشیش او د نورو نشهيي توکو په اړه اندېښنه لرو.»
په دې ناسته کې د ټولیز امنیتي تړون غړیو روسیې، بلاروس، قزاقستان، قیرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او د نورو هېوادونو مشرانو د نړۍ په کچه د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره پر ګډې همکارۍ ټينګار کړی دی.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند بسملله حبیب افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او قاچاق پر مخینوي ټينګار کوي او وايي، نورو هېوادونو هم افغانستان کې د نشهيي توکو د کښتونو د پام وړ کمښت تایید کړی دی.
له دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان د ملګروملتونو ۷۸مه کلنۍ غونډه کې ویلي وو چې تاجکستان د تېرو دوو کلونو پر مهال څه باندې ۱۰۰ ټنه نشهيي توکي افغانستان سره پولې ته نږدې نیولي دي.