له اسرائیلو بشپړه ملاتړ امریکا بې عزته کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142202-له_اسرائیلو_بشپړه_ملاتړ_امریکا_بې_عزته_کړي_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وویل د فلسطین د غزې جنګ په بې مخینې ډول د ولسمشر جوبایډن د حکومت خارجي سیاست له چیلنج سره مخ کړی دی.
(last modified 2023-11-26T21:15:40+00:00 )
Nov 27, 2023 01:41 Asia/Kabul
  • له اسرائیلو بشپړه ملاتړ امریکا بې عزته کړي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وویل د فلسطین د غزې جنګ په بې مخینې ډول د ولسمشر جوبایډن د حکومت خارجي سیاست له چیلنج سره مخ کړی دی.

دغه ورځپاڼې زیاته کړه د غزې جنګ په بې مخینې ډول د امریکا د ولسمشر جوبایډن بهرنی سیاست له ننګونې سره مخ کړی او جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ په دریو کلونو کښې له هیڅ مسلې سره تر دې حده له چیلنج سره نه و مخامخ شوی.

د سپینې ماڼۍ چارواکو له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې د غزې د جنګ او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله د ولسمشر جوبایډن د دریځونو پر سر  د امریکا په  حکومت کښې د اختلاف د رامینځته کیدا خبر ورکړ.

دغه راپور زیاتوي د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت ډیرې سلاکاران او کارکونکي د غزې د جنګ او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله د بایډن له دریځونو او نظرونو سره مخالف دي او هغه نور نشي کولای په هغه اتحاد چې یووخت یې په خپل حکومت کښې په شتون فخر کاوه تکیه وکړي.