هندوستان کې د کارګرانو د ژغورلو عملیات پای ته ورسېدل
د هند په شمال کې په یوه تونل کې بند د لسګونو هندي کارګرانو د ژغورنې عملیات له ۱۷ ورځو وروسته د ټولو په رایستلو سره پای ته ورسېدل.
د هند په شمال کې په یوه تونل کې بند د لسګونو هندي کارګرانو د ژغورنې عملیات له ۱۷ ورځو وروسته د ټولو په رایستلو سره پای ته ورسېدل.
په نوي ډیلي کې د ایران د راډیو او ټیلیویژن خبریال وايي، د هند نړيوالو او ملي ژغورونکو ډلو له اوولسو ورځو هلو ځلو وروسته بالاخره د چهار شنبې په ورځ د هند په شمال کې د اتراکنډ صوبې په سلکيارا تونل کې بند پاتې ۴۱ تنه کارګران وژغورل.
ژغورل شوي کارګران د 90 سانتي مترو په قطر کې د پایپ په واسطه د ویجاړ شوي تونل څخه ایستل شوي او د روغتیا ارزونې لپاره روغتون ته وړل شوي.
د سلکیارا تونل د 1.5 میلیارد ډالرو پروژې یوه برخه ده چې په همالیا کې د هندوانو دوه مهم زیارتونه په خپلو کې نښلوي.