له نیواکي ځمکو څخه د صهوینیسټانو په پراخه سویه تښتیدل :
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142920-له_نیواکي_ځمکو_څخه_د_صهوینیسټانو_په_پراخه_سویه_تښتیدل
د اپوټه مهاجرت ښکارنده که څه هم له مودو مخکښې نه پیل شوې خو د غزې خلاف جنګ سره لاګړندۍ شوې ده.
(last modified 2023-12-09T07:40:19+00:00 )
Dec 09, 2023 12:00 Asia/Kabul
  • له نیواکي ځمکو څخه د صهوینیسټانو په پراخه  سویه تښتیدل :

د اپوټه مهاجرت ښکارنده که څه هم له مودو مخکښې نه پیل شوې خو د غزې خلاف جنګ سره لاګړندۍ شوې ده.

د غزې تړانګې خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنګ ۶۳ ورځې وشوې. د صهیونیسټي رژیم لپاره د دغه جنګ یوه څرګنده پایله، له نیواکي ټاټوبي د اپوټه کډوالۍ د څپې زور اخیستل وو. د صهیونیسټي رسنیو د یو رپورټ له مخې، د طوفان الاقصی عملیاتو له پیل راهیسې له نیواکي فلسطیني د وتلو کسانو شمیر نیم میلیون(پنځه لاکه) کسانو ته رسیدلی دی. بل مهم ټکی دا دی چې کوم کسان چې له نیواکي ټاټوبي تښتیدلي دي، هیڅ یو یې بیرته نه دی راغلی.

معکوس یا اپوټه مهاجرت د اکتوبر په اوومه نیټه د غزې د جنګ له پیلیدو مخکښې شروع شوی و. د پرتګال هیواد د مهاجرتي خدماتو سروس اعلان وکړ چې ۲۱ زره اسرائیلیانو د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پرتګال د ښاریزتوب ترلاسه کولو لپاره درخواستونه جمع کړي دي. دغه احصائیې ښودنه کوي چې د نورو هیوادونو د خلکو په پرتله اسرائیلیان پرتګال ته د کډه کیدو په اوله رتبه کښې دي.

د طوفان الاقصی عملیاتو له پیلیدو مخکښې له نیواکي ټاټوبي د بیرته کډه کیدو اصلي لامل، ګڼې اقتصادي ستونزې او ننګونې وې خو له طوفان الاقصی عملیاتو وروسته په کښې امنیتي وجه هم ورزیاته شوه. جنګ، په نیواکي خاوره کښې د پراخې ناامنۍ سبب شوی دی، د دې په ترڅ کښې چې اقتصادي مشکلات هم زښت زیات شوي دي او په تیره بیا بیکاري هم ډیره شوې ده.

له طوفان الاقصی وروسته اقتصادي وضعه بیخي خرابه شوې ده داشان چې په نیواکي ټاټوبي کښې د بې روزګاره خلکو شمیر یو میلیون کسانو ته نزدې شوی دی. د صهیونیسټي رژیم د کار وزیر څه موده مخکښې په یوې رسمي بیانیې کښې وویل چې د طوفان الاقصی عملیاتو له پيل نه تر شپږویشتمې ورځې پورې، ۷ لکه ۶۰ زره اسرائیلیان بیکاره شول چې اوس به یې شمیر خامخا لاډیر شوی وي.

اوس پر اقتصادي او معنوي مسايلو سربېره د صهيونيسټ مېشت ځايونو ډډ او مینځ تشی امنيت هم رابرسېره شوی او د نيواکي ځمکو اوسېدونکي نه يوازې له اقتصادي هوساينې څخه برخمن نه دي، بلکې د مقاومت د توغنديو د پرله پسې وېرې له امله د نیواکي ځمکو د پریښودو هوډ کړی دی. د اسرائیلي ښاریزو له خوا په ګوګل سرچ کښې «له اسرائيلو د وتلو» د کلمې او ورپورې د اړونده لاروچارو د موندلو لټون ډیر شوی دی.

بله موضوع دا چې د کډوالۍ سربیره، کډوال د بل هیواد تابعیت ترلاسه کولو په لټه کې دي. له همدې امله په اوسني حالت کې د اسراییلي اتباعو یوه لویه اندیښنه د نورو هیوادونو د تابعیت او پاسپورت ترلاسه کول دي. تر ټولو زیات، کډوال اروپایی هیوادونه د خپلې کډولۍ لپاره غوره کوي. په نیواکي سیمو کې رسمي احصایې ښيي چې د پرتګال، جرمني او پولنډ د تابعیت ترلاسه کولو لپاره د اسراییلي اتباعو د غوښتنو او درخواستونو شمیر زیات شوی دی. په تل ابیب کې د اروپايي اتحادیې دفتر اعتراف کړی چې د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو ته د کډوالۍ لپاره د اسراییلي اتباعو مخ په ډیریدو ګروهنه  لیدل کیږي.

دغو حالاتو ته په پام سره، د صهیونیسټي رژیم نننۍ او سبانۍ کابینه باید د اپوټه کډوالۍ او مخنیوي او د کډوالو د ستنولو لپاره د یوې لارې چارې په فکر کښې شي او دا هغه موضوع ده چې ښايي په لنډ مهال کښې د تل ابیب د نظروړ پایلې ولري.

*/*/*/*/*/*/