د نړیوالو جنایتونو محکمه د امریکا په لاس کې لوبتکه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143080-د_نړیوالو_جنایتونو_محکمه_د_امریکا_په_لاس_کې_لوبتکه_ده
په افغانستان کې د روسیې سفیر  د نړیوالو  جنایتونو محکمه  د امریکا په لاس کې یوه لوبیدونکي لوبتکه وبلله.
(last modified 2023-12-12T23:42:10+00:00 )
Dec 13, 2023 01:23 Asia/Kabul
  •  د نړیوالو جنایتونو محکمه د امریکا په لاس کې لوبتکه ده

په افغانستان کې د روسیې سفیر  د نړیوالو  جنایتونو محکمه  د امریکا په لاس کې یوه لوبیدونکي لوبتکه وبلله.

د نړیوالو جنایتونو محکمې  چې په افغانستان او عراق کې او همداراز په غزط کې  د وحشي صهیونیسټي رژيم په وروستیو جنایتونو ئې سترګې پټې کړي او چپتیا ئې غوره کړې ده ، په همداوروستیو کې  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  په ضد  فیصله صادره کړې ده .  دغه اورګان تش په نامه د قانون  دفاع کونکي په توګه پوتین  په اوکراین کې په جنګی  جنایت تورن کړی دی. د نړیوالو جنایتونو دمحکمې دوه ګوڼی سیاست  نیوکه راپارونکی  شوی دی.

په افغانستان کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د نړیوالو  جنایتونو دمحکمې له خوا په اوکراین کې د جنګی جنایت په جرم دولادیمیر بوتین دنیولو د حکم په صادریدا سختې نیوکې کړی دي.

دروسیې دغه لوړپوړي ډيپلوماټ  دغه نړیوال اورګان  د امریکا تالی څټي اداره بللې او وئیلي ئې دی ،د لویدیځ او امریکا له خوا د افغانستان د نیواک په وخت په لکونو افغان بې ګناه کسان  وژل شوي دي،خو دغې  محکمې تر دې  دمه په هیڅ یوه مورد  کوم کار نه دی کړی، نو ځکه ئې  خپل اعتبار او حیثیّت له لاسه ورکړی دی  او په دغې محکمې  کې دوه ګوڼی سیاست له ورایه ښکاره دی.